په پاکستان کې کابو دوه ټنه نشه ایز توکي کشف اوضبط شول
(last modified Tue, 12 Sep 2023 07:55:46 GMT )
Sep 12, 2023 12:25 Asia/Kabul
  • په پاکستان کې  کابو دوه ټنه نشه ایز توکي کشف اوضبط شول

د پاکستان امنيتی ځواک ددغه هیواد په بلوچستان صوبې کې څه دپاسه دوه زره کلوګرامه ډول ډول نشه ایز توکي کشف او ضبط کړي دي.

ایکسپری نیوز  خبری سایټ  راپور ورکړ، د پآکستان له نشه ایزو موادو سره د مبارزې اوسرحدي ځواک (اې این ایف)  د بلوچستان صوبې په قلعه عبدا.... سیمې کې په یولړ ګډو عملیاتو کې څه دپاسه دوه ټنه نشه ایز مواد کشف او ضبط کړل.

په دغو عملیاتو کې د صوبې په مختلفو سیمو کې ترسره شوي ، امنیتي مامورانو د نشه ایزو موادو شپاړس مرکزونه ،اتلس ګودامونه  او د نشه ایزو توکو د تولید دمحصولاتو  په کښت مشتمل کابو لس هیکټره مځکې  هم هم پيژندلي او پاک کړي دي.

د پاکستان خبري سرچینو ووئيل، په دغو عملیاتو کې  په لسګونو افغانان هم نیول شوي دي .

افغانستان  دنړۍ دکوکنارو ترټولو مهم تولیدونکی هیواد دی  و د ایران او پاکستان د ګاونډي هیواد په دلیل تهران او اسلام اباد  په افغانستان او دنړۍ په نورو سیمو کې  دتولید شوو نشه ایزو موادو  د قاچاق  د مخنیوي لپاره درنه لګښتونه  او قربانیانې زغمي.