دپاکستان خارجه وزیر چین ته سفر کړی دی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i139510-دپاکستان_خارجه_وزیر_چین_ته_سفر_کړی_دی
د پاکستان د خارجه وزارت ویندوۍ میرمن زهرا بلوچ نن په مطبوعاتی کانفرنس کی وویل جلیل عباس جیلانی په یوه نړیواله غونډه کی د ګډون لپاره چین ته سفر کړی دی .
(last modified 2023-10-05T06:16:42+00:00 )
Oct 05, 2023 10:44 Asia/Kabul
  • دپاکستان خارجه وزیر چین ته سفر کړی دی

د پاکستان د خارجه وزارت ویندوۍ میرمن زهرا بلوچ نن په مطبوعاتی کانفرنس کی وویل جلیل عباس جیلانی په یوه نړیواله غونډه کی د ګډون لپاره چین ته سفر کړی دی .

له اسلام اباده زمونږ خبریال راپور راکوی د پاکستان د خارجه وزارت ویندوۍ میرمن زهرا بلوچ نن په مطبوعاتی کانفرنس کی وویل جلیل عباس جیلانی  په یوه نړیواله غونډه کی د ګډون لپاره چین ته سفر کړی دی .

میرمن زهرا بلوچ زیاته کړه عباس جیلانی به چین ته په دغه سفر کې په نړیواله غونډه کې په ګدون سربیره له خپل چینی همڅنګ سره د دوه اړخیزه اړیکو او ملګرتیاو په اړه هم خبرې او د نظر تبادله وکړی .