له پاکستان څخه د هرات له زلزله ځپلو سره د مرستو لېږل
د پاکستان لومړي وزير انوارالحق کاکړ د افغانستان په لويديځ کې د هرات ولايت د زلزلې له قربانيانو سره د خواخوږۍ په څرګندولو سره اعلان وکړ چې هېواد به يې په دغه سيمه کې د زلزلې ځپلو ته مرستې ولېږي.
د پاکستان لومړي وزير انوارالحق کاکړ د افغانستان په لويديځ کې د هرات ولايت د زلزلې له قربانيانو سره د خواخوږۍ په څرګندولو سره اعلان وکړ چې هېواد به يې په دغه سيمه کې د زلزلې ځپلو ته مرستې ولېږي.
د افغانستان په لوېدیځ هرات ولایت کې د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ د ۶،۳ درجې زلزلې له څلورو زرو زیات کسان مړه او ژوبل کړل.
د خپرو شویو راپورونو له مخې، له بندیزونو سره سره د هرات په زلزله ځپلو سیمو کې د ژغورنې او مرستې عملیات دوام لري.
د دغې زلزلې شدت دومره زورور وو چې د ایران، ترکمنستان او ازبکستان په ځینو برخو کې هم احساس شوی دی.
ایران په افغانستان کې د دغه کړکیچ له پیل راهیسې له خپل وس او توان سره سم د دغه هیواد مظلومو مسلمانو خلکو ته د مرستې رسولو هڅې کوي او په دې لاره کې یې له هیڅ راز هڅو څخه ډډه نه ده کړې.
د افغان غږ(آوا) آژانس د خبر له مخې؛ د پاکستان لومړي وزیر انوارالحق کاکړ نن (سه شنبه) د ایکس له لارې په یوه ټوېټ کې د هرات د زلزلې له قربانیانو سره خپله خواخوږي څرګنده کړه او د خپل هېواد د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې ته یې امر وکړ چې د زلزلې ځپلو خلکو ته زیاتې مرستې ولېږي. هغه وويل چې د طالبانو حکومت په غوښتنه یې دغه هېواد ته د روغتیا پالو، پنځوس خیمو او ۵ سوه کمپلو مرسته لیږلې ده.
په ورته وخت کې د سنګاپور سره صلیب هم په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د هرات د وروستۍ زلزلې له قربانیانو سره یې پنځوس زره ډالره مرسته کړې او په پام کې لري چې له خلکو سره د مرستي عملي لړۍ پیل کړي.
په همدې حال کې د ایران د اسلامي جمهوریت د سرې میاشتې ډله لا هم د هرات په زلزله ځپلو سیمو کې ځای پرځای ده.