پاکستان کښې د صهیونیسټي رژیم د جنایتونو د غندنې دوام
د فلسطینیانو خلاف د صهیونیسټي رژيم د جنایتونه غندنه په پاکستان کښې هم روانه ده
د پاکستان سیاسي او د ګوندونو مشرانو، مذهبي شخصیتونو، د سینټ استازو، جګ پوړو شیعه او سني عالمانو او پخواني سفارتکارانو په اسلام آباد کښې یوې غونډې کښې، د فلسطین له آرمانونو سره د ژمنې تازه کولو په ترڅ کښې د غزې له خلکو د ملاتړ لپاره د اسلامي نړۍ د عملي ګامونو غوښتنه وکړه.
دغو پاکستاني شخصیتونو په یادې غونډې کښې د اسرائیلو د رژیم له خوا د غزې د بمباریو د دوام په وړاندې د نړیوالو ټولنو د چپتیا په غندلو سره د دغه رژیم له یرغل څخه د لویدیځ ملاتړ وغنده.
د اسلام آباد په غونډې کښې ټینګار وشه: صهیونیسټي رژيم په هیڅ نړیوال قانون او اصولو پابند نه دی او مونږ د صهیونیسټانو له بشري ضده کړچار څخه د لویدیځ ړوند ملاتړ وینو.
هغوي وویل چې د اسلامي امت دنده ده چې د فلسطینیانو په نسل وژنه کښې د اسرائیلو د رژيم له طرحې سره د مقابلې لپاره یوموټی سیاست تدوین کړي.