د امریکې پنځه کسیز پلاوی اسلام آباد ته لاړ
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i14026-د_امریکې_پنځه_کسیز_پلاوی_اسلام_آباد_ته_لاړ
د افغانستان او پاکستان په چارو کښې د امریکې د ځانګړی استازی ریچارډ اولسن او د امریکې د ملی امنیت په شورا کښې د سویلی آسیا د سیمې لوړرتبه مدیر پیټر لوئی په شمول د امریکې پنځه کسیز پلاوی نن اسلام آباد ته تللی دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 10, 2016 10:31 Asia/Kabul
  • د امریکې پنځه کسیز پلاوی اسلام آباد ته لاړ

د افغانستان او پاکستان په چارو کښې د امریکې د ځانګړی استازی ریچارډ اولسن او د امریکې د ملی امنیت په شورا کښې د سویلی آسیا د سیمې لوړرتبه مدیر پیټر لوئی په شمول د امریکې پنځه کسیز پلاوی نن اسلام آباد ته تللی دی.

د ایرنا د خبر له مخې د پاکستان له چارواکو سره د امریکائی پلاوی د خبرواترو چورلیز د پاکستان په بلوچستان صوبې باندې د امریکې د بې پایلټه الوتکې هغه وروستی برید دی چې د افغانستان د طالبانو ډلې د تیر مشر ملا اختر منصور د وژل کیدو سبب شو.

پاکستان د امریکې دا کار د خپل ملی حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا څرګنده خلاف ورزی او همداشان د افغانستان د سولې د خبرواترو د بهیر جدی خنډ بللی دی.

ټاکل شوې چې دغه امریکائی پلاوی د پاکستان له لوړرتبه حکومتی، امنیتی او پوځی چارواکو سره وګوری.

په دې وروستیو میاشتو کښې د اسلام آباد او واشنګټن ترمینځ رامینځته شویو ډیرو شخړو ته په پام سره تمه کیږی چې پاکستانی لوری په ننیو خبرواترو کښې له امریکائۍ خوا سره جدی مذاکرات ولری.