نواز شریف له څلور کلنې جلاوطنۍ وروسته پاکستان ته ستون شو
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i140308-نواز_شریف_له_څلور_کلنې_جلاوطنۍ_وروسته_پاکستان_ته_ستون_شو
د پاکستان پخوانی لومړی وزیر نواز شریف له څلور کلنې جلا وطنۍ وروسته، د یوه جوړ جاړي له مخې خپل هېواد ته ستون شوی.
(last modified 2023-10-22T00:33:01+00:00 )
Oct 22, 2023 04:51 Asia/Kabul
  • نواز شریف له څلور کلنې جلاوطنۍ وروسته پاکستان ته ستون شو

د پاکستان پخوانی لومړی وزیر نواز شریف له څلور کلنې جلا وطنۍ وروسته، د یوه جوړ جاړي له مخې خپل هېواد ته ستون شوی.

د پژواک خبري آژانس د خبر له مخې، څلور کاله مخکې د پاکستان د پوځ د پخوانی مشر جنرال باجوه او د استخباراتي ادارې (ای اېس ای) د مشر جنرال حمید سره تر اختلافاتو وروسته هغه د محکمې لخوا په لسو کلونو بند محکوم او بیا د یوه تړون له مخې له پاکستان څخه تبعید شو.

نواز شریف چې د تلې په ۲۹مه، له لندن څخه پاکستان ته ستون شوی، پخپل پلرني ښار لاهور کې د خپلو پلویانو یوې سترې غونډې ته وینا وکړه چې د اټکل له مخې لسګونه زره کسانو پکې برخه اخیستې وه.

پاکستان ته له ستنېدو وروسته به نوموړی په سیاسي فعالیتونو کې برخه واخلي، ځکه ټاکل شوې ده چې د راتلونکي کال په جنورۍ میاشت کې په هغه هېواد کې عمومي‌ ټول ټاکنې ترسره شي.

نواز شریف خپلو پلویانو ته وویل چې دی پر غچ باور نه لري او هدف یې د پاکستان خدمت کول دي.