پاکستان ملګرو ملتو ته د امریکې شکایت کوی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i14032-پاکستان_ملګرو_ملتو_ته_د_امریکې_شکایت_کوی
په بهرنیو چارو کښې د پاکستان د وزیراعظم سلاکار وویل چې دغه هیواد د پاکستان په خاوره د امریکې د بې پایلټه الوتکو د بریدونو موضوع ملګرو ملتو ته وړاندې کوی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 10, 2016 11:01 Asia/Kabul
  • پاکستان ملګرو ملتو ته د امریکې شکایت کوی

په بهرنیو چارو کښې د پاکستان د وزیراعظم سلاکار وویل چې دغه هیواد د پاکستان په خاوره د امریکې د بې پایلټه الوتکو د بریدونو موضوع ملګرو ملتو ته وړاندې کوی.

د شینهوا خبری آژانس د خبر له مخې سرتاج عزیز پرون وویل: په بلوچستان صوبه کښې د امریکې وروستۍ ډرون حمله چې پکښې د افغان طالبانو تیر مشر ووژل شو، د دې هیواد د حاکمیت د حق خلاف ورزی وه.

هغه څرګنده کړه: دې حملې د افغانستان د حکومت او طالبانو ډلې ترمینځ د سولې د خبرواترو په وړاندې خنډ جوړ کړ.