امریکا، بریتانیا او اروپایان د نسل وژني مسوول دي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i140420-امریکا_بریتانیا_او_اروپایان_د_نسل_وژني_مسوول_دي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د پاکستان د بشري حقوقو پخوانۍ وزیرې میرمن شیرین مزاري امریکا او لویدیځ هیوادونه په سیمه کښې د اسرائیلو رژیم د جنایتونو د زیاتیدا مسوول وبلل.
(last modified 2023-10-23T22:28:30+00:00 )
Oct 24, 2023 02:56 Asia/Kabul
  • امریکا، بریتانیا او اروپایان د نسل وژني مسوول دي

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د پاکستان د بشري حقوقو پخوانۍ وزیرې میرمن شیرین مزاري امریکا او لویدیځ هیوادونه په سیمه کښې د اسرائیلو رژیم د جنایتونو د زیاتیدا مسوول وبلل.

هغې وویل د فلسطین په غزې تړانګې باندې د صهیونیسټ رژیم تیري د فلسطینیانیو له نسل وژنې څخه وراوښتي دي او د اسرائیلو د نه کنټرولیدا او د دغه رژیم د جنایتونو د پراخولو مسوولیت د امریکا او د دغه رژیم د لویدیځو ملاتړو هیوادونو پرغاړه دی.

شیرین مزاري وویل د امریکا په مشرۍ لویدیځ هیوادونه د اسرائیلو ملاتړ کوي او دا د صهیونیسټانو د سرکشي دلیل دی چې له هیڅ ډول ځواب ورکولو او سزا کیدا پرته د فلسطینیانو نسل وژنې ته دوام ورکوي.

هغې وویل د فلسطینیانو نسل وژنه د امریکا د بریتانیا او د واشنګټن د نورو متحدو هیوادونو په کامل ملاتړ سره هماغه راز دوام لري.