نړۍ دې د مظلومو فلسطینیانو د عامې وژلې مخه ونیسي
د پاکستان دمشرانو جرګې په یوې اعلامیې کې په دې په ټينګار سره چې د غزې پر مظلومو خلکو د اسرائيلو وحشي رژيم حملې د فلسطینیانو د قتل عام لپاره یوه سسټماټيکه هڅه ده او په سخته محکومه ده، وئيلی دي ،نړۍ باید د فلسطینیانو د عامې وژلې مخه ونیسي.
زمونږخبریال له اسلام اباده راپور راکړ، د پاکستان مشرانو جرګې پرون ناوخته د فلسطین د موضوع د ارزونې لپاره له دوه ورځنۍ بیړنۍ ناستې وروسته په یوې اعلامیې کې د اسرائيلو دبشری ضد جنایتونو په محکومولو سره په غزې کې د فلسطینیانو د عامې وژلې د مخنیوي لباره د نړیوالې ټولنې دعملی اقداماتو غوښتنه وکړه.
په دغې اعلامیې کې د اسرائيلو له جنګي جنایتونو سره دمقابلې لباهر دنړیوالې ټولنې د مداخلت په ضرورت او جدی ګام باندې په ټينګار سره راغلی دي ،دمګړئ نړۍ باید په غزې کې فلسطینیانو ته د انسان دوستۍ دمرستو زرترزره درسولو لپاره فوری اقدام وکړي.
په دغو دستورو کې سناتور مشاهد حسین د فلسطین له مسلمانانو سره د پاکستان د ملت د پیوستون په اعلانولو او په فلسطین کې د اسرائيلو د نیواکګرۍ په باب داسلام ابادد دریځ په نه بدلیدا باندې په ټینګار سره ووئيل،نړۍ باید حماس غورځنګ د فلسطین د یوه قانوني سیاسی ګوند او د فلسطین د ولس په نمایندګۍ کې درول لوبونکی لوري په توګه په رسمیّت وپيژني . هغه همداراز د اسرائيلو د جنګي جنایتونو په وړاندې د نړیوالې ټولنې په تیره بیا د لویدیځوالو په چپتیا سخته نیوکه وکړه او وې وئیل، مونږ د اسرائيلو د جنایتونو په وړاندې د یوه واحد نړیوال دریځ د غوره کولو او د لودیځوالو دریاکارو او دوه ګوڼي سیاستونو او سټنډرډونو دختمیدا غوښتونکي یوو .