د پاکستان یوشمیر قبائیلو د حکومت په فیصلې اعتراض وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i141172-د_پاکستان_یوشمیر_قبائیلو_د_حکومت_په_فیصلې_اعتراض_وکړ
زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان په سرحدي سیمو کښې ویزو ته اړونده نویو قوانینو باندې اعتراض کښې د پاکستان په چمن سرحدي سیمه کښې د ځايي قبایلو او د کارګرانو د ټولنې ستره پرلتۍ د زرګونو کسانو په سترې غونډې بدله شوه.
(last modified 2023-11-07T06:33:26+00:00 )
Nov 07, 2023 11:00 Asia/Kabul
  • د پاکستان یوشمیر قبائیلو د حکومت په فیصلې اعتراض وکړ

زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان په سرحدي سیمو کښې ویزو ته اړونده نویو قوانینو باندې اعتراض کښې د پاکستان په چمن سرحدي سیمه کښې د ځايي قبایلو او د کارګرانو د ټولنې ستره پرلتۍ د زرګونو کسانو په سترې غونډې بدله شوه.

له افغانستان سره ګډو سرحدي لارو ته نږدې په بلوچستان صوبې کښې په چمن سیمه او دغه راز سرحدي ښارونو او د پاکستان او د افغانستان ترمینځ د تګ راتګ لپاره د دواړو هیوادونو د ښاریزو لپاره د ویزو اخیستل او د پاسپورټونو د لرلو لپاره د اسلام اباد د حکومت په نوي سیاست باندې د اعتراض کونکو پرلتۍ اوس هم دوام لري.

په زرګونو اعتراض کونکو  چې سیاسي فعالان، د کارګرانو ټولنه ، تاجران او ځايي قبائیل پکښې شامل وو پرون په چمن سرحدي لاره کښې ستره پرلتۍ ووهله او د پاکستان د حکومت نوي قوانین یې رد کړل.

د پاکستان د پختونخوا ملي عوامي ګوند مشر او بلوچستان صوبې کښې د پښتو  مهم مشر محمود خان اچکزي په دغه پرلتۍ کښې د افغانستان د غیر قانوني پناه غواړو د ایستلو لپاره د پاکستان په فیصلې باندې نیوکه وکړه.

هغه وویل د افغانستان د  کډوالو په هکله له سختۍ ډک چلند هیڅکله د پاکستان په ګټه نه دی او حکومتي چارواکي باید د اړیکو په تیره بیا د دوه اړخیزه تجارت د پراخولو په فکر کښې ووسي.