لوېدیځ قدرتونه باید له اسرائیلو سره همکاري بنده کړي
د پاکستان د ګوندونو مشرانو په یوې ناستې کې ټینګار وکړ، چې لوېدیځ قدرتونه باید د فلسطینیانو په خلاف د جنایتونو په ترسره کولو کې له اسرائیلی رژیم سره له ملګرتیا لاس واخلي.
د ایرنا د خبر له مخې، د پاکستان د سیاسي ګوندونو او مذهبي ډلو مشرانو د شنبې په ورځ په اسلام آباد کې په یوې بیړنۍ غونډه کې، د صهیونیسټي نیواک پر وړاندې د فلسطین د مقاومتي مبارزینو پر مشروع جګړې باندې په ټینګار سره، په غزه کې د اوربند د رامنځته کولو په لاره کې د لوېدیځو او د ځینو سیمه ایزو قدرتونو ناکارندوالی محکوم او د صهیونیسټي رژیم له جنایتونو څخه په ملاتړ کې د لوېدیځ د ملګرتیا د پایته رسېدو غوښتنه وکړه.
په دغه غونډه کې ګډون کوونکو، د صهیونیسټي دښمنانو پرضد د فلسطین او د الاقصی طوفان له عملیاتو څخه د پاکستان د خلکو او سیاسي ځواکونو پر دوامدار ملاتړ ټینګار وکړ.
د پاکستان د ګوندونو مشرانو په داسې حال کې چې د غزې له مظلومو خلکو سره په مرستې کې د اسلامي هېوادونو د همکارۍ د سازمان، عربي ټولنې او په تېره بيا د سيمې د مسلمانو هېوادونو د واکمنانو او د فلسطين د ګاونډيانو پر بې کفايتۍ د نيوکې په ترڅ کې وويل: هغه واکمنان چې له اسرائیلو سره د اړیکو د عادي کولو هڅه کړې، باید له صهیونیسټي رژیم سره د اړیکو ښه کول لغوه کړي.
هغوی د صهیونیسټي رژیم له جنایتونو د امریکې او د هغه د متحدینو د ملاتړ د ختمولو غوښتنه وکړه او ټینګار یې وکړ: نن سبا له اسرائیلو سره د لوېدیځوالو ملګرتیا له هېچا پټه نه ده او د دغه رژیم ملاتړي باید پوه شي، چې په سیمه کې به د هغوی ګټې خوندي نه وي.