Feb 22, 2024 13:56 Asia/Kabul
  • پاکستان پر اذربایجان جمهوریت باندې جنګي الوتکې خرڅوي

په نیجریه او میانمار باندې د جی ایف -۱۷ډوله جنګي الوتکو له پلورلو وروسته اوس د پاکستان هوائي ځواک په همدې لړ کې د اذربایجان جمهوریت له هوائي ځواک نوی دفاعي تړون لاسلیک کړی دی.

ایرناخبري آژانس راپور ورکړی،  د پاکستان خبرو سرچینو د یومیلیارډ  او شپږ سوه میلیون ډالرو په ارزښت  په اذربایجان جمهوریت د  جی ایف -۱۷ ډوله جنګي الوتکو د خرڅولو لپاره  ددغه هیواد ددفاعي معاملې دنهائی کیدا خبر ورکړی دی.

په دغه راپور کې وئيل شو ي دي،په نیجریه او میانمار باندې د جی ایف -۱۷ډوله جنګي الوتکو له پلورلو وروسته اوس د پاکستان  هوائي ځواک په همدې لړ کې د اذربایجان  جمهوریت  له هوائي ځواک  نوی دفاعي تړون  لاسلیک کړی دی.

د پاکستان خبری سرچینو خبر ورکړی دی چې د باکو او اسلام اباد ترمینځ په  دفاعي تړون  کې  د ۱۸ جنګي الوتکو سپارل شامل دي ، دا هم وئیل شوي دي چې په لومړنۍ مرحلې کې به  آذربایجان جمهوریت ته  اته جی ایف -۱۷تندر  جنګي الوتکې ورکړل شي.

 د پاکستان بول خبری چینل هم نن راپور ورکړی،په دغه شوي تړون کې ددغه ډول الوتکو د پُرزو  ورکول و ټرینینګ  او  ورسره اړونده وسلو سپارل هم  نهائي شوي دي او ټاکل شوې ده ،دغه تړون ډير زر عملیاتي شي.

داپه داسې حال کې دي چې د ۱۴۰۰ لمریز کال د غوای یا ثور دمیاشتې په وروستیو کې د پاکستان جی ایف -۱۷ډوله درې جنګي الوتکې  چې د نیجریه  سمندري ځواک  ئې سفارش کړی ؤ ، دغه هیواد ته سپارل شوي دي.

د پاکستانیو چارواکو په وینا ، دغه هیواد دخپل ضرورت اتیا فیصدي دفاعي تجهیزات په داخل کې تولیدوي، ددغه هیواد ځيني دفاعي تجهیزات  د امریکا او انګلستان پشمول دنړۍ څه دپاسه ۴۰ هیوادونو ته هم صادریږي.

 

ټیګونه