Mar 06, 2024 07:28 Asia/Kabul

د پاکستان دپوځ ائي ایس پي ار،په یوې اعلامیې کې وئیلي دي،د پاکستان د پوځ لوي درستیز جنرال ساحر شمشاد میرزا هم پرون په پنډئ ښار کې ددغه سمینار په پرانیستونکو دستورو ګډون وکړ.

ایرنا خبری اژانس راپور ورکړ،  د پاکستان  په کوربتوب   او د  ایرا ن داسلامی  جمهوریت  د پوځ دلوئې درستیزو الۍ  دنماینده په شتون سره په طبي  حوزې کې  د شانګهائي ملګرتیا موسیظې د پوځي  ځواک د  چیلنج  د ارزونې سمینار  په اسلام اباد  کې ترسره شو.

ایرنا خبری آژانس راپور ورکړ،د پاکستان دپوځ ائي ایس پي ار،په یوې اعلامیې کې وئیلي دي،د پاکستان د پوځ  لوي درستیز جنرال ساحر شمشاد میرزا هم پرون په پنډئ ښار کې   ددغه سمینار په پرانیستونکو دستورو ګډون وکړ.

 دا یران د اسلامی جمهوریت د پوځ د لوئې درستیز والۍ د درملنې او روغتیاېي برخې  مشر سردار حسن عراقي زاده  او همداراز په پاکستان کې د ایران پوځي اتاشي  ډګروال مصطفی   قنبرپور  هم په دغه سمینار کې ګډون وکړ.

 د پاکستان د پوځ لوي درستیز جنرال شمشاد پخپلې  وینا کې ټينګار وکړ، چې  د روغتیائي  خیال ساتنې، د انساني بحران او هراړخیزو پیچلو او  نوو چیلنجونو پنځیدا ، د ډله ایز چمتووالي  او مهمو او غبرګون ښودونکو سټراټژيو  رامینځةکیدا او له له دې لا مهم د شانګهائی  ملګرتیا موسیسې د غړو هیوادونون ترمینځ په تیره بیا د پوځي درملو  په زمینې کې د  څو اړخیزې ملګرتیا  د پیاوړتیا رامینځةکیدا ته ضرورت دی.  هغه زیاته کړه،  هم دپاکستان ولس  او هم ددغه هیواد پوځي ځواکونه  له شانګهائی ملګرتیا موسیسې سره په  مشارکت ویاړي  او په بشپړ ډول  ددغې ملګرتیا لاپراختیا ته ژمن دي.

 

د شانګهائي ملګرتیا موسیسې درویشتمه سرمشریزه سږکال  د چنګاښ د میاشتې  په دیارلسمه نیټه دنوی ډيلي په  کوربتوب او وبینار سطې سره ترسره کی ترسره شوې  چې  په دغې غونډې کې  په دغې  مهمې سیمه ایزې  موسیسې کې  د ایران بشپړ غړیتوب رسما  اعلان شو .

 

ټیګونه