د پاکستان او ازبکستان چارواکو د ؛ ټرانز افغان ؛ریل پټلۍ په باب سره خبرې وکړې
د ازبکستان د ټرانسپورټي چارو وزیر د پاکستان له سفیر سره په کتنې کې د ټرانسپورټ په زمینې کې ددواړو هیوادونو پر پراختیائي ملګرتیاؤټينګار و کړ او ددغې پروژې د اروزنې لپاره ئې سره موافقه کړې ده.
تسنیم خبری آژانس راپور ورکړی،د ازبکستان د ټرانسپورټي چارو زیور الهام محکموف په دغه هیواد کې د پاکستان له سفیراحمد فاروق سره په کتنې کې د ؛ټرانس افغان ؛په نامې سره دترمز- مزارشریف-کابل –پيښور د ریل پټلۍ د پروژې په باب کتنه او خبرې اترې وکړې.
ټاکل شوې ده ، دغه کریډور ازبکستان،افغانستان،پاکستان او روسیه له هند او اروپا سره وګنډي.
ټرنډ هم راپور ورکړی،د ازبکستان د ټرانسپورټي چارو وزیر د پاکستان له سفیر سره په کتنې کې د ټرانسپورټ په زمینې کې ددواړو هیوادونو پر پراختیائي ملګرتیاؤټينګار و کړ او ددغې پروژې د اروزنې لپاره ئې سره موافقه کړې ده.
ازبکستان،پاکستان،افغانسان د ترمز –مزارشریف-کابل –پیښور د ریل پټلۍ دجوړولو نقشه په ۱۳۹۹لمریز کال کې لاسلیک کړې ده.
د افغانستان پخواني حکومت د ۱۳۹۹لمریز کال د سلواغې یا دلو په میاشت کې پر دغې پروژې ددرو واړو هیوادونو له موافقې وروسته وئيلي وو چې د آسیا پراختیائي بانک،د آسیاد بیخ بینائي پانګونې بانک،اسلامی پراختیائي بانک، په ازبکستان کې دامریکا سفارت او یوشمیر نورو اورګانونو ددغې پروژې د مالی تامین لپاره چمتووالی ښودلی دی.
ددغې پروژې د لارې د نقشې په اساس،د ترمز – مزارشر یف-کابل- پيښور ریل پټلۍبه ،په څه دپاسه 650 کلومیټر اوږدوالي سره دغه درې هیوادونه له یوه بل سر وګنډي.