د پاکستان د استخباراتو پخوانی مشر نیول شوی
(last modified Tue, 13 Aug 2024 01:09:02 GMT )
Aug 13, 2024 05:39 Asia/Kabul
  • د پاکستان د استخباراتو پخوانی مشر نیول شوی

زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د جاسوسۍ ادارې ايي ایس ای پخوانی مشر لیفټنټ جنرال فیض حمید له متقاعد کیدا وروسته د پوځ د ضابطه اخلاق په خلاف ورزۍ په کولو سره په سیاسي اړیکو لرلو تورن شوی.

سرچینو وویل له متقاعد کیدا وروسته جنرال فیض حمید ته خبرداری ورکړل شوی وو چې سیاسي کارونه مه کوي خو هغه دغه خبرداري ته پام ونکړ او دغه چاره د فیض حمید پرضد د اقدام د ترسره کیدا او د نیول کیدا سبب شوه.

پرون د پاکستان د پوځ د عمومي اړیکو د دفتر لخوا د خبر پاڼې دوې(۲) برخې خپرې شوې چې لومړۍ برخه یې د اسلام اباد د ځمکو د یوې سوسایټۍ د مالک د تورونو په هکله له تحقیقاتو سره تړاو لري او په دې تړاو په خبر پاڼه کښې ویل شوي دي چې د ځمکو د ټاپ سیټي سوسایټۍ د شویو شکایتونو د حقیقت د معلومولو لپاره د پاکستان پوخ د لیفټنټ جنرال فیض حمید پرخلاف د سترې محکمې په حکم باندې عمل کولو سره په مفصل ډول تحقیقات هم کړي وو.

د دغو تحقیقاتو په نتیجه کښې د جنرال فیض حمید پرضد د پاکستان د پوځ د ارمي ایکټ د مادو پراساس مناسبه قانوني کاروايي پیل شوي ده.

د پاکستان د پوځ د عمومي اړیکو د دفتر ایي ایس پي ار د خبر پاڼې په دوهمه برخه کښې د تفصیل له ورکولو پرته ویل شوي دي چې له متقاعد کیدا وروسته د ايي ایس ايي پخواني مشر جنرال فیض حمید د پوځ د ارمي ایکټ د ډیرو  مادو خلاف ورزۍ کړي ده.

اوس د جنرال فیض حمید د پوځي محاکمې کار پیل شوی او پوځ هغه نیولی دی.