د پاکستان باجوړ کښې درې عسکر وژل شوي
(last modified Tue, 20 Aug 2024 01:58:36 GMT )
Aug 20, 2024 06:28 Asia/Kabul
  • د پاکستان باجوړ کښې درې عسکر وژل شوي

زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د پوځ د عمومي اړیکو دفتر ايي ایس پي ار وویل چې د خیبر پښتو صوبې باجوړ سیمې ته نږدې له افغانستان څخه ځینو وسله والو د پاکستان خاورې ته د اوړیدا هڅه کوله چې په ترڅ کښې یې نښته رامینځته شوي او درې حکومتي ملیشا ځواکونه وژل شوي او دغه راز پینځه د تحریک طالبان پاکستان ډلې غړي هم هلاک شوي دي.

د پاکستان پوځ تحریک طالبان پاکستان ډلې ته  خوارج الفتنه نومی ورکړی دی.

بل خبر دا چې د پاکستان په بلوچستان سیمه کښې د مون سون  د سختو بارانونو له کبله له پرون راهسې نولس کسان وژل شوي دي یولس کسان ژوبل شوي او درې زره کسان اغیزمن شوي هم دي.

بل خبر دا چې د پاکستان په تربیلا ډیم کښې اوبه ډیرې زیاتې شوي دي او ریکارډ یې مات کړی دی..

 

ټیګونه