پاکستان کښې پینځویشت کسان مړه شول
Aug 26, 2024 06:12 Asia/Kabul
زمونږ خبریال راپور راکړی پرون په پاکستان کښې پینځویشت کسان هغه وخت مړه شول کله چې یو کوسټر بس کهوټه سیمې ته نږدې په یوه نهر ته ولوید.
دغه بس د پاکستان له پنډۍ ښار څخه د ازاد جمو او کشمیر پلندري سیمې ته روان چې له دغه پیښې سره مخامخ شو.
ویل کیږي چې پیښه د بس د بریکونو د خرابۍ له کبله رامینځته شوي ده.
بل خبر دا چې پرون د پاکستان د سیند صوبې په مرکز کراچۍ کښې د دوو ډلو ترمینځ په نښته کښې چې ګولیمار سیمې ته نږدې رامینځته شوي وه تراوسه دوه کسان وژل شوي او نهه نور ژوبل شوي هم دي.
ټیګونه