افغان طالبانو ته د پاکستان خبرداری: زموږ د خلکو زغم مه ازمایئ
(last modified Sat, 16 Nov 2024 01:29:28 GMT )
Nov 16, 2024 05:59 Asia/Kabul
  • افغان طالبانو ته د پاکستان خبرداری: زموږ د خلکو زغم مه ازمایئ

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د نوامبر په ۱۴مه په افغانستان کې د طالبانو حکومت ته خبرداری ورکړ چې د ترهګرو ډلو سره د مبارزې په اړه د اسلام آباد غوښتنه جدي وګڼي او د پاکستان د خلکو زغم دې نه ازمايي.

د دغه وزارت ویاندې ممتاز بلوچ د افغان طالبانو له حکومت څخه غوښتي چې په «خپلو سرحدونو کې دې د فعالو ترهګرو په ضد» ګامونه اوچت کړي.

هغې وویل: «د هغو ګواښونو په اړه چې تل په افغانستان کې د بنسټونو او افرادو له لوري ورسره مخامخ یو، د پاکستان د خلکو زغم باید ونه ازمایل شي.»

بلوچ یو ځل بیا د پاکستاني چارواکو ادعا تکرار کړې او ویلي: «افغانستان باید اجازه ورنه کړي‌ چې له خاورې څخه یې د ترهګرۍ لپاره د پاکستان او یا بل ګاونډي په ضد کار واخیستل شي.»

د افغانستان د طالبانو حکومت تل د پاکستان دا ادعاوې رد کړې او اسلام آباد ته یې ویلي چې د خپلو ناکامیو پړه دې په افغانستان باندې نه اچوي.

د پاکستان د جګړې او امنیتي مطالعاتو د انستیتوت د معلوماتو په اساس، د روان میلادي کال په درېیو میاشتوکې، په پاکستان کې لږ تر لږه ۲۲۸ ترهګریز بریدونه او امنیتي پېښې شوي، چې سلګونه کسان پکې وژل شوي او ژوبل شوي. دا پېښې تر ډېره د خیبرپښتونخوا او بلوچستان په صوبو کې شوي دي.