د افغانستان او پاکستان بدلونونه په تیرې اونۍ کې
د تهران دپښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې د پاکستان او افغانستان د تیرې اونۍ دځينو مهمو بدلونونوپه باب له اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې یوو،په پیل کې هم درته ددغو هیوادونو دتیرې اونۍ د ځینو مهمو بدلونونو په باب یوه لنډه شان خلاصه بیانوو،بیا مو هم رابولوو،دځينو موردونو په باب د تحلیلي برخې لیدو ته ،نو هیله ده تر پایه راسره ملتیا وکړئ.
*/*/*/
د افغانستان د کډوالو د چارو د وزیر خلیل الرّحمن وژله،
*/*/*/
په کابل کې د افغانستان له خارجه وزیر سره د ایران د سفیر لیدۀ کاتۀ
*/*/*/*/
د پاکستان په اسلام ابادکې د خوړو اوکلتوري چارو دجشنوارې ترسره کیدا
*/*/*/*/
او د پاکستان د حکومت له خواپه سورئې کې د ټولشموله حکومت پرجوړیداټینګار، په تیرې اونۍ کې د افغانستان او پاکستان ځیني پيښې وې او اوس مو هم رابولوو،د ځینو موردونو په باب د تحلیلي برخې آوریدو ته.
**************
د ایران د اسلامی جمهوریت د خارجه وزارت ویندوي اسماعیل بقائي د افغانستان په کابل کې ددغه هیواد د سرپرست حکومت د کډوالو د چارو د وزیر خلیل الرحمان ترور په سخته محکوم کړ.په کابل کې په دغې چاودنې کې یو شمیر نورکسان هم وژل شوي دي.
بقائي ددغې چاودنې د قربانیانو کورنیو او پاتې کسانو ته په تسلیّت وئيلو سره ، د ټپيانو لپاره د خداوندمتعال په درګاه کې د شفا دعا وکړه. د افغانستان د سرپرست حکومت رسمي سرچینو وئیلي دي، د کډوالو د چارو د وزارت سرپرست خ لیل الرحمن حقاني ددغه وزارت په داخل کې په یوې چاودنې کې سره د څو نورو کسانو ووژل شو. د کابل د پولیسو د ویندوي خالد ځدراڼ په وینا د افغاسنتان د سرپرست حکومت د کډوالو د چارو وزیر ددغه وزارت په جومات کې په یوې چاودنې کې ووژل شو. طالبانو ددغه اقدام په غبرګون کې دا د خوارجو یوه ناځوانمردانه حمله وبلله. داعش تکفیری ترهه ګرې ډلې ددغه ترور پړه په غاړه اخستې ده.
په افغانستان کې د ایران د اسلامی جمهوریت نوي سفیر د افغانستان د خارجه وزارت له سرپرست سره کتنه وکړه.په افغانستان کې د ایران د سفارت د اعلامیې په اساس، په کابل کې دایران د اسلامی جمهوریت د سفارت نوی سرپرست علی رضا بیګدلي د افغانستان د خارجه وزارت له سرپرست مولوي امیر خان متقي سره کتنه کړې ده . بیګدلی چې له دې مخکې د ایران د اسلامی جمهوریت دخارجه وزارت د کنسولي چارو مرستیال ؤ، په همداوروستیو کې د ایران د خارجه وزیر عباس عراقچي په حکم سره په افغانستان کې د ایران د سفارت د سرپرست په توګه منصوب شو. په دغې کتنې کې دواړو لورو د تهران او کابل د هراړخیزو مناسباتو پر پراختیا ټينګار وکړ.له دې مخکې طالب چارواکو په کابل کې د ایران له سرپرست سره د ملګرتیا لپاره خپل چمتووالی ښودلی ؤ.
تیره اونۍ د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ د مځکني ځواک د جنوب ختیځ غونډ قوماندان وئیلي دي، له افغانستان سره ددغه هیواد د ختیځي پولو د ۳۵کلومیټره دیوال جوړول پاي ته رسیدلي دي. د پولو له تړل کیدا وروسته ددغه هیواد په ختیخي سرحدي پټئ کې د افغانانو تګ راتګ ترپنځوس فیصدو پورې کم شوی دی. په خراسان رضوي ، خراسان جنوبی او سیستان او بلوچستان کې د پولو بندیدا تر درو نورو کلونو پورې بشپړیږي. د پولو د بندولو د پروژې د اجرا لګښت درې میلیارډ ډالره دی چې د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ د مځکني ځواک د انجنئيرینګ یونټ په وسیله اجرا کیږي. ټاکل شوې ده چې چې له افغانستان سره د ایران دختیخي پولو ۳۳۰کلومیټري سیمې بندیدا د روان کال ترپاي پورې بشپړ شي.
د ایران د پوځ د مځکني ځواک د جنوب ختیځ غونډ قوماندان امیر علام علیان په وینا، د پولو بندیدا یوازې یوه فیزیکي بندیدا نه ده ،بلکې په بشپړ ډول د ورځې په ټيکنالوجیو او په هغو لوازماتو باندې مشتمله ده چې په سرحدي پټئ کې د امن فیزیکي حفاظت لپاره ضروري او حاکم دي.
د نړیوالو قوانینو په اساس سرحدي دیوال جوړول د هر هیواد حق دی او له افغانستان سره د ایران د پولې بندولو د نشه ایزو موادو د چاق مخنیوی کړی او د غیر قانوني کډوالو د تګ راتګ په کمیدا کې هم ډیرې اغیزې شیندي. له دې امله له افغانستان سره د ایران د پولې په سر دیوال جوړول،په راتلونکي کې ایران ته د نشه ایزو موادو د قاچاق،د غیرقانوني مهاجرتونو او د انساني قاچاق د واریدیدا لا زیات مخنیوی کوي.
د افغانستان د طالبانو د حکومت ویندوی ذبیح ا... مجاهد وئيلي دي، دایران په خاورې کې د پولو بندیدا د هغه هیواد یوه داخلی مسئله ده.
د ایران خراسان رضوي،خراسان جنوبی او سیستان او بلوچستان ولایتونه له افغانستان سره په کابو ۹۸۰کلومیټرو حدودو کې ګډه پوله لري.
پاکستان هم په تیرې اونۍ کې له یولړ بدلونونوسر ه مخ ؤ چې په هغو کې ترټولو مهمه پیښه ددغه هیواد په حیدرآباد کې د ایران د اسلامی جمهوریت په کلتوري خونې(خانه فرهنګ) کې د فرهنګ دحوزې او د کتاب د مینه والو او د پوهنتون د استاذانو او د کتاب د ژباړن په شتون سر ه د تاریخ او د تصوّف د جغرافیا کتاب د یوه سند د ترجمې د مخ کتنې د دستورو ترسره کیدا وه.
په حیدر آباد کې د ایران د اسلامی جمهوریت دکلتوري خونې مسئول رضا پارسا له اسلامی انقلابه وروسته د لوي اسلامی دایرةالمعارف فاؤنډيشن د تاسیس د یوې تاریخچې په بیانولو سره ووئیل؛په دغه دایرة المعارف کې د شاملو اثارو لوړې بډایونې ته په پام سره ،د هغې ځینې موضوعګانې د محصلینو او د پوهنتون د استادانو د استفادې لپاره د آزادو کتابونو په بڼه چاپ شوي دي. هغه زیاته کړې؛ د تصوّفد جغرافیې او تاریخ کتاب هم په حقیقت کې دداسې مقالو ټولګه لری چې په لوي اسلامی دایرةالمعارف کې د تصوّف په مادو کې ورته اشاره شوې ده.
د پارسا په وینا، دغه کتاب مخکې په لندن کې دایران د کلتوري شارډافئير په وسیله په انګریزي ژبه چاپ شوی او ددغه کتاب په سندي ژبه ژباړه ، دفارسی ژبې ددغه اثر دوهمه ترجمه ده.په حیدر آباد کې د ایران کلتوري اتاشيد کتاب د ژباړن علامه دانش نبی بخش،ایډیټر سوف سندي او د سند ادبی بورډ دمسئولانو چې د ترجمې خپریدا ئې په غاړه درلودلې ده ، قدرونه او مننه وکړه. د سند صوبې یو لیکوال او ادیب یوسف سندي ددغه ترجمه شوي اثر په باب ووئيل؛ که څه هم دغه کتاب یو اکاډمیک او ډیر علمي کتاب دی، په عین حال کې به دې کې وړاندې شوي مطلبونه په تیره بیا د تصوّف د جغرافیې په باب درج شوي مطلبونه دومره جذاب دي [ې نه یوازې د محققینو لپاره بلکې د عامو لوستونکو لپاره ئې هم د مطالعې کولو سپارښتنه کیږي.
په سورئې په سیاسي پدلونونو پسې د پاکستان د خارجه وزارت ویندوئې د ټولنې د ټولو پرګنو په ګډون سره په سورئې کې د یوه ټولشموله حکومت د جوړیدا په ضرورت په ټينګار سره وئیلي دي، هیڅ یو بهرنی قدرت باید د سورئې د خلکو لپاره برخلیک ونه ټاکي .
میرمن ممتازبلوچ همداراز په سورئې باندې ددغه هیواد خاورې دنیولو په موخې سره د اسرائيلي نیواکګر رژيم تیري او ددغه هیوادپه بیخ بینائي تاسیساتو او پوځي مرکزونو باندې حملې په سخته محکومې کړې او وې وئيل،پاکستان د سورئې د مځکنۍ بشپړتیا او حاکمیّت څخه د خپل پیاوړي ملاتړ په تکرارولو سره،د ټولنې د ټولو پرګنو په ګډون سره د ټولشموله حکومت د جوړولو لپاره د سورئې په باب د ملګروملتو د ۲۲۵۴ پریکړه لیک د اجرا غوښتونکی دی.
د پاکستان د خارجه وزارت ویندوئې ووئيل؛ اسلام اباد د سورئې بدلونونه له نزدې څاري او باؤري دی چې ددغه هیواد برخلیک دې ددغه هیواد د خلکو د غوښتې په اساس وي.
په سورئې کې وسلوالو مخالفانو د نومبر په ۲۷ نیټه له قدرته د بشار اسد د څنګةکولو په موخې سره، ددغه هیواد دشمال لویدیځ او د حلب په لویدیځ او جنوب لویدیځ کې خپل عملیات پیل کړل او بلاخره له یولسو ورځو وروسته ئې له دغه هیواده د بشار اسد په وتلو پسې پر دمشق ښار هم خپله سلطه اعلان کړه.
داپه داسې حال کې دي چې په سورئې د وسلوالو مخالفانو په مسلط کیدا پسې د سورئې په دمشق کې د پاکستان کابو درې نیم سوه زیارتوال هم محصور شول چې له دمشقه ئې د وتلو هیڅ لاره نه درلوده. بلاخره د پاکستان لومړي وزیر په دمشق او بیروت کې د پاکستان سفارتونو ته په امر ورکولو سره له دغو زیارتوالو سره د هرډول مرستو او د دوي په سلامتیا سره له دمشقه د ویستلو امر وکړ او په دې اړه ئې د لبنان له لومړی وزیر سره په ټيلیفوني تماس کې له هغوی مرسته هم وغوښتله، چې بلاخره دغه کسان په دمشق او بیروت کې د پاکستان د سفارتونو په هڅو سره په سلامتیا سره ویستل او بیروت ته ورسول شول او له هغه ځایه د یوه سپيشل الوت په وسیله اسلام اباد ته ورسول شول.
د صهیونیسټ رژیم پوځ هم د سورئې له بدلونونو څخه په ناوړه استفادې سره ، دغه هیواد د بشار اسد د حکومت له نسکوریدا وروسته او دوسلوالو ډلو ټپلو د بریالیتوب په اعلان پسې د هوا او مځکې له لارې د سختو حملو په شیشت کې راوست او په دوو ورځو کې د سورئې په کابو پنځه سوه ټارګټونو باندې سختې بمبارئ وکړې او دغه راز ددغه هیواد جنوبی سیمو ته هم وارد شول . داپه داسې حال ک دي چې لویدیځي ټولنو په سورئې باندې د صهیونیسټي رژيم د تیریو او ددغه هیواد ټاټوبی ته د پوځ په واریدیدا پسې چُپتیا غوره کړې چې د سورئې په خاورې باندې ئې د صهیونیسټي رژيم د هڅولو او ددغه هیواد د ټاټوبی د نیولو دوام ته د لمسوَلو عامل شول او په سورئې مسلطو وسلوالو مخالفانو هم تر وروستیو شیبو پورې د صهیونیسټي رژيم د نیواک او تیریو په باب له هرډول غبرګون ښودلو ډډه کړې ده.
= خوږو دوستانو ددغه مطلب وخت هم همدومره ؤ نو تر بلې اونۍ پورې چې ستاسو خدمت ته له یو بل نوی مطلب سره حاضریږو، تاسو په نیاؤمن او لوي خداي سپارو، او له خداوندمتعاله درته د سوکالۍ او سلامتیا دعا هم کوو.خپل او د خپلې کورنۍ او خپلو خپلوانو خیال ساتئ او نیکمرغه ژوند ولري او د تهران ریډیو د انټرنیټي سایټ ایډریس PARSTODAY.IR/PS هم درسره نوټ کړئ.
(سیماب)
********************************************************************************************************************************************************************************