پاکستان د چین په مرسته خپله لومړنۍ څارونکې سپوږمکۍ فضا ته واستوله
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i156460-پاکستان_د_چین_په_مرسته_خپله_لومړنۍ_څارونکې_سپوږمکۍ_فضا_ته_واستوله
د پاکستان فضايي آژانس اعلان کړی چې دغه هېواد د چین په همکارۍ خپله لومړنۍ جوړه کړې څارونکې سپوږمکۍ فضا ته استولې ده.
(last modified 2025-01-18T00:38:22+00:00 )
Jan 18, 2025 05:02 Asia/Kabul
  • پاکستان د چین په مرسته خپله لومړنۍ څارونکې سپوږمکۍ فضا ته واستوله

د پاکستان فضايي آژانس اعلان کړی چې دغه هېواد د چین په همکارۍ خپله لومړنۍ جوړه کړې څارونکې سپوږمکۍ فضا ته استولې ده.

د رسنیو په حواله، دغه سپوږمکۍ د چین په شمال کې د «جیوکوان» له مرکزه توغول شوې ده.

د پاکستان د فضايي څېړنو کمیسیون (سوپرکو)  په یوه اعلامیه کې ویلي چې د پي ار‌ اس‌سي- او اي ۱ سپوږمکۍ د طبیعي سرچینو د څارنې او مدیریت، ښاري پلان جوړونې او د کرنې د پراختیا لپاره د دغه هېواد وړتیا لوړوي.

دغه سپوږمکۍ د ځمکې له سطحې د معلوماتو او انځورونو راټولولو لپاره په الیکټرو-اپټیکي سینسرونو سمبال شوې، چې د لمر د منعکسې شوې رڼا یا سطحي وړانګو د پېژندلو او اندازه کولو لپاره کارول کېږي.

بلخوا، د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ویلي چې د دې سپوږمکۍ توغول د فضايي علم او ​​ټکنالوژۍ په برخه کې د دغه  هېواد مخ پر زیاتیدونکي وړتیاوې ښیي.