د پاکستان په پاړه چنار کې د کړکېچ دوام
(last modified Sat, 18 Jan 2025 11:02:45 GMT )
Jan 18, 2025 15:32 Asia/Kabul
  • د پاکستان په پاړه چنار کې د کړکېچ دوام

په داسې حال کښې چې تمه کیده په کرمې کښې له وروستۍ موافقې او له ترهګرو سره په مقابلې باندې د پاکستان د خیبرپښتونخوا د صوبايي حکومت او د فیډرل حکومت له ټینګار وروسته، په پاراچنار کښې امنیت او ارامښت راشي خو رپورټونه په دې سیمې د ترګرو د پراخې حملې خبر ورکوي.

د پاکستان د پولیسو د رپورټ له مخې، پاړه چنار ته د خوراکي توکو په وړونکې قافلې باندې په یو وسله وال برید کښې ۸ ملکي وګړي او ۲ امنیتي ځواکونه وژل شوي دي. دغه حمله تیره پنجشنبه د کرمې او پاراچنار په هغې امنیتي حوزه کښې وشوه چې په دې وروستیو کښې د تکفیري ترهګرو له حملو سره مخامخ پاتې شوې وه. دغه ترهګره حمله چې په دوو مختلفو سیمو کښې وشوه، په پاراچنار کښې د ترهګرو بریدونو له دوامه د ولسي اندیښنو د بیا زیاتیدو لامل شوې ده.

دغه قافله چې د خوراکي موادو، درملو او انساني مرستو بار ۳۵ ټرکونه په کښې شامل وو، له حملې وروسته یې اور واخیسته. د پولیسو د رپورټ له مخې، په یاد برید  کښې ځايي ترهګرو همداشان پنځه، شپږ ډرائيوران هم تښتولي دي.

یاد ترهګر برید په داسې حال کښې شوی چې د کرمې سیمه چې پاراچنار یې مرکز دی او زیاتره وګړي یې شیعه مسلمانان دي، د خوراکي توکو له سخت کمي سره مخ ده او اصلي لوې لارې یې د نښتو په وجه لاهم بندې دي.

پاراچنار کښې د صلحې له وروستې موافقې وروسته د شهباز شریف په وزیراعظمۍ د پاکستان حکومت د دې سیمې خلکو ته د اړتیاوړ شیانو د لیږلو او د مواصلاتي لارو د خلاصولو امر وکړ خو په هم هغه اوله مرلحه کښې مرستندویه کاروان د ترهګرو هدف وګرځید.

که څه هم د پاکستان د فیډرل حکومت د کورنیو چارو وزیر سیمې ته په تګ سره د لارو د امنیت په تامینولو او د پاراچنار د خلکو د اړتیاوړ شیانو په زرترزره انتقال تاکید وکړ خو نه یوازې مواصلاتي لارې همهغه شان بندې دي بلکې امدادي قافلې هم، د امنیتي ځواکونو له شتون سره سره، سیمې ته د شیانو د انتقال توان نه لري.

دا ښودنه کښې چې یا خو په سیمه کښې موجود عملیاتي ځواکونه د لارو د امنیت د ساتلو پوره کوشش نه کوي او یا دا چې د مختلفو سویو ځیني عوامل غواړي چې د کرمې او پاراچنار د شیعه مسلمانانو ستونزې هم دغه شان باقي پاتې شي.

په دې وجه ترهګر ځان ته دا جراءت او جسارت ورکوي چې د کرمې او پاراچنار په لاره له تیریدونکو امدادي او خوراکي قافلو سره د امنیتي ځواکونو د شتون سره سره، خپل قدرت څرګندوي او امنیتي ځواکونه هم وژني.

دا حالات د پاکستان د خلکو له نظره د دغه هیواد د پوځ له حیثیت سره بیخي نه ښايي چې ترهګرې او تکفیري ډلې دې، د کرمې د امنیت د خرابولو په ترڅ کښې پوځي او امنیتي ځواکونه هم ووژني.

په هر حال، کرمې ته په روانې امدادي قافې لاندې د خونړیو بریدونو دوام ښودنه کوي چې تکفیري او ترهګرې ډلې نه غواړي چې سیمه قراره او هوسا شي او د سیمې په تیره بیا د پاراچنار د خلکو د ستونزو د زیاتولو په تکل کښې دي.

په وروستسو ترهګرو بریدونو کښې د سیمې کابو شپیته کسان شهیدان شول. په دې وجه داسې ښکاري چې د سیمې د خلکو د ستونزو د هواري او د امنیت د ټینګښت لپاره د پاکستان د امنیتي او پوځي ځواکونو او د فیډرل حکومت جدي دلچسپي او لاس په کار کیدل ضروري دي.