عمران خان: افغانستان د پاکستان دښمن نه دی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i158282-عمران_خان_افغانستان_د_پاکستان_دښمن_نه_دی
د پاکستان پخواني لومړي وزیر ویلي دي چې افغانستان د پاکستان دښمن نه دی او اسلام آباد باید د خپل ګاونډي هیواد سره له شخړې  ډډه وکړي.
(last modified 2025-03-19T08:13:16+00:00 )
Mar 19, 2025 12:40 Asia/Kabul
  • عمران خان: افغانستان د پاکستان دښمن نه دی

د پاکستان پخواني لومړي وزیر ویلي دي چې افغانستان د پاکستان دښمن نه دی او اسلام آباد باید د خپل ګاونډي هیواد سره له شخړې  ډډه وکړي.

 د پاکستان پخواني لومړي وزیر د پاکستان او افغانستان ترمنځ د تاوتریخوالي په اړه نوي څرګندونې کړې دي.

هغه وويل چې افغانستان د پاکستان دښمن نه دی او د دواړو هېوادونو ترمنځ شخړه بايد نوره زیاته نه شي.

عمران خان مخکې هم ویلي وو چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د شخړې یوازینۍ حل لاره د دواړو خواوو ترمنځ خبرې اترې او مذاکره ده.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ په تېره یوه میاشت کې کړکېچ د دواړو هېوادونو ترمنځ د یوې مهمې پولې د تړلو لامل شوی، چې د دواړو هېوادونو مسافرو او سوداګرو ته یې ډېر زیان اړولی دی.

#افغانستان

#پاکستان