د قدس نړیواله ورځ د اشغالګرۍ پر ضد یو ابدي غورځنګ دی
(last modified Fri, 28 Mar 2025 08:17:08 GMT )
Mar 28, 2025 12:47 Asia/Kabul
  • د قدس نړیواله ورځ د اشغالګرۍ پر ضد یو ابدي غورځنګ دی

پارس ټوډې - د پاکستان د جماعت اسلامي مرستیال وویل: د قدس نړیواله ورځ د قدس د آزادۍ د دفاع او د صهیونیسټي رژیم له نیواک سره د مخالفت په لاره کې یو ابدي غورځنګ دی.

د پارس ټوډې د راپور له مخې؛ د پاکستان د جماعت اسلامي مرستیال لیاقت بلوچ د قدس د نړیوالې ورځې په نمانځنه غونډه کې زیاته کړه: په غزې کې د امریکا او لوېدیځو هېوادونو په مرستې سره د فلسطین د ولس په خلاف د صهیونیسټي رژیم جنایتونه به هېڅکله هېر نه شي، که څه هم الاقصی طوفان اشغالګرو دوښمنانو ته مرګوني ګوزارونه ورکړل.

د پاکستان د جماعت اسلامي مرستیال څرګنده کړه: لکه څنګه چې د ایران د اسلامي جمهوریت ستر بنسټګر حضرت امام خمیني (ره) د قدس د نړیوالې ورځې په اعلانولو سره، د فلسطین مسئله ژوندۍ کړه، نور اسلامي هېوادونه هم باید د امام خمیني (ره) د میراث په تعقیب او له عدالت غواړو انسانانو سره یوځای، د فلسطینیانو او د مسلمانانو د لومړنۍ قبلې د آزادۍ په لاره کې خپل مسئولیت ادا کړي.