د پاکستان خلکو پر غزې د صهیونیسټي رژیم تیری وغانده
(last modified Sat, 29 Mar 2025 02:06:06 GMT )
Mar 29, 2025 06:36 Asia/Kabul
  • د پاکستان خلکو پر غزې د صهیونیسټي رژیم تیری وغانده

پارس ټوډې – د پاکستان خلکو د قدس د نړیوالې ورځې په مظاهرو کې په پراخ حضور سره، پر غزې د صهیونیسټي رژیم تیری او د فلسطینیانو په نسل وژنې کې د امریکا او اروپا ملګرتیا وغندله.

د پارس ټوډې د راپور له مخې؛ د پاکستان روژه لرونکو مسلمانانو د قدس د نړیوالې ورځې په لاریون کې، د جمعې له لمانځه وروسته په لویو او وړو ښارونو کې د ملي وحدت او یووالي په ښودلو سره، د صهیونیسټي رژیم او امریکا په خلاف شعارونه ورکړل.

د وحدت مسلمین ګوند، د امت مصطفی (ص) بیدارۍ غورځنګ، جماعت اسلامي ګوند، تحریک اسلامي ګوند، د شیعه علماوو شورا، په بلتستان کې د راحیان نور د ځوانانو ټولنه او د فلسطین د ملاتړ بنسټ، د پاکستان په بېلا بېلو ښارونو کې د قدس د نړیوالې ورځې د شاندارو مراسمو له مهمو تنظیم کوونکو څخه وو.