په پاکستان کې په وروستۍ یوه میاشت کې ۷۳ نظامیان وژل شوي
د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو د موسسې (PICSS) له شمېرو سره سم، د مارچ میاشتې پرمهال په پاکستان کې وسله وال بریدونه زیات شوي او تر سلو اوړي.
دې موسېسې د تېري میلادي میاشتې پرمهال د ۱۰۵ بریدونو خبر ورکړی چې له ۲۰۱۴ کال راهیسې په یوه میاشت کې تر ټولو زیات بریدونه دي.
په دې بریدونو کې د ۷۳ امنیتي کسانو، ۶۷ ملکیانو او ۸۸ وسله والو په ګډون ټولټال ۲۸۸ تنه وژل شوي دي.
له دې سره، امنیتي ځواکونو د وسله والو پر خلاف سخت عملیات کړي او له امله یې د ۸۳ جنګیالیو، ۱۳ امنیتي کسانو او ۱۱ ملکیانو په ګډون ۱۰۷ تنه وژل شوي دي.
د رسنیو په وینا، د ملکیانو په بریدونو او په ټوله کې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې د ۸۶ امنیتي کسانو، ۷۸ ملکیانو او ۱۷۱ جنګیالیو په ګډون ټولټال ۳۳۵ تنه وژل شوي دي.
په همدې حال کې، د ۲۰۲۵ کال مارچ میاشت د ۲۰۲۳ تر جنورۍ وروسته په یوه لسیزه کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو لپاره تر ټولو مرګونې میاشت ده.
بلوچستان او خیبرپښتونخو ایالتونه په پاکستان کې تر ټولو ناامنه سیمې بلل شوې دي.
پاکستان وایي چې په افغانستان کې د طالبانو تر راتګ وروسته په دې هېواد کې بریدونه زیات شوي دي.