ټي ټي پي د امریکا جوړ شوي توغندي تر لاسه کړي دي
د رسنیو په حواله، تحریک طالبان پاکستان د امریکا جوړ «ایف جي ایم – ۱۴۸ جاولین» لارموندونکي توغندي تر لاسه کړي دي.
په دې وروستیو کې داسې ویډیو خپره شوې چې ښیي له تحریک طالبان پاکستان سره یوه تړلې ډله د امریکا جوړ جاولین توغندیو استعمال زده کوي.
«ایف جي ایم – ۱۴۸ جاولین» توغندي په لارموندونکي سیسټم سمبال دي چې تر ویشتل کېدو وروسته په خپله خپل هدف مومي او ویشتونکي ته د پر شا کېدو اجازه ورکوي.
له دې توغندیو د ټانکونو، زرهي موټرو، کلکو ودانیو او افرادو د ویشتلو لپاره استفاده کېږي.
دې توغندیو ته د تحریک طالبان پاکستان د لاسرسي خبرونه په داسې وخت کې خپرېږي چې د پاکستان او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو په افغانستان کې د متحده ایالاتو د پاتې پوځي تجهیزاتو په اړه خبرې کړې او د دې موضوع پر حل یې توافق کړی دی.
پاکستاني چارواکو تر دې وړاندې هم په ځلونو ادعا کړې چې په افغانستان کې د امریکا پاتې وسلې د یاغیانو لاس ته لوېدلې او د دې هېواد پر خلاف یې کاروي.