هندوستان او پاکستان باید د کشمیر له حملې وروسته زغم وښيي
زمونږ خبریال راپور راکړی د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریش د هندوستان تر کنټرول لاندې د کشمیر په پهلګام سیمه کښې د سیلانیانو پرضد له حملې وروسته له پاکستان او هندوستان غوښتي دي چې زیات زغم وښي.
دا په داسې حال کښې دي چې پاکستان او هندوستان له دغه حملې وروسته د یوبل پرضد یوشمیر اقدامات ترسره کړي دي.
د هندوستان تر کنټرول لاندې د کشمیر په پهلګام سیمه کښې په سیلانیانو باندې د وسله والو کسانو په برید کښې اتویشت کسان وژل شوي او اولس نور ژوبل شوي هم وو.
د هندوستان تر کنټرول لاندې کشمیر ته هرکال د ووړي په موسم کښې په زرګونو سیلانیان ورځي.
د ملګروملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن ډوجاریک په نیویارک کښې خبریالانو ته وویل چې انټونیو ګوټریش حالات له ډیر نږدې او په ډیرې اندیښنې سره تعقیبوي.
هغه وویل مونږ د هندوستان او د پاکستان له حکومتونو غوښتنه کوو چې زیات زغم وښي او دغه تضمین دې ورکړي چې هغه حالت او پرمختیاوې چې مونږ لیدلي دي نورې بدترې نشي.
د ملګروملتونو د سرمنشي ویاند سټیفین ډوجاریک وویل انټونیو ګوټریش د پاکستان او د هندوستان له مشرانو سره تراوسه کوم نیغ په نیغه تماس نه دی نیولی.
هغه وویل مونږ باوري یوو چې د پاکستان او د هندوستان ترمینځ هر ډول مشکل باید په سوله ئیز ډول او په معنا لرونکي دوه اړخیزه موافقې پراساس حل شي.
د امریکا د خارجه وزارت ویاندې ټامي بروس هم وویل مونږ حالات له نږدې څخه څارو او زیاته یې کړه مونږ همدا اوس د جمو او د کشمیر د حالت په هکله کوم دریځ نه غوره کوو.
بل خبر دا چې د پاکستان خارجه وزارت پرون په اسلام اباد کښې د هندوستان شارډز افیره میرمن « ګیټیګا سري واستوا(Geetika Srivastava) خارجه وزارت ته وروبلله او د پهلګام له حملې وروسته د هندوستان د لسمونکو اقداماتو په هکله یې هغې ته رسمي اعتراض اعلان کړ.