د پاکستان د خیبر پښتونخوا صوبې اعلی وزیر دې استعفا ورکړي
زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د تحریک انصاف ګوند بنسټګر او پخواني لومړي وزیر عمران خان وویل که چیرې د خیبر پښتونخوا صوبې اعلی وزیر په صوبه کښې امنیت نشي راوستلی نو هغه باید استعفا ورکړي.
عمران خان دغه راز د خیبر پښتونخوا صوبې اعلی وزیر ګنډاپور ته حکم ورکړ چې په خیبر پښتونخوا صوبې او قبایلي سیمو کښې د پوځي عملیاتو د ترسره کولو اجازه ورنکړي.
دغه راز تیره اونۍ د پاکستان امنیتي ځواکونو د باجوړ په لوي ماموند تحصیل سیمه کښې د ترهګرو پرضد د «سر به کف »په نوم پوځي عملیات پیل کړل چې د جنګي هیلي کوپټرونو او د توپونو لخوا یې ملاتړ کیده او په سیمه کښې یې درې ورځې ګرځبندیز(کرفیو) هم اعلان کړی و.
د خیبر پښتونخوا صوبې اعلی وزیر ګنډا پور وویل چې سیمه ئیزه جرګه پرون پیل شوي ده او د خیبر او د اورکزئ سیمو قبایلي مشرانو او د قامې او صوبايي اسمبلیو استازیو او د دره ادم خیل او د حسن خیل سیمو قبایلي مشرانو او استازیو هم پکښې ګډون کړی دی.
دغه راز په راولپڼدۍ زندان کښې د عمران خان لپاره اسانتیاوې هم له سره پیل شوي او عمران خان وړمه ورځ له خپلو زامنو سره په ټيلي فون باندې یو ساعت خبرې وکړې او عمران خان ته اوس د کتابونو او د ورځپاڼو د لوستلو اسانتیاوې هم ورکړل شوي دي.
د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان وویل که چیرې زما زامن د کتنې لپاره راځي نو ضرور دې راشي.
عمران خان وویل چې زما خور علیمه خان سیاسي خبرې مه کوي او هغه د مشال یوسفزي د سناتور د جوړیدا په هکله د خپلې خور علیمه خان بیانیه غیر ضروري وبلله.
د تحریک انصاف ګوند بنسټګر او پخواني لومړي وزیر عمران خان وویل که چیرې امین ګنډا پور په صوبه کښې امنیت نشي تینګولای نو باید استعفا دې ورکړي او که چې هغه د صوبې د اداره کولو مسائیل نشي کولای نو بل چا ته د فرصت ورکړي.
عمران خان وویل ما هیڅکله دا نه دي ویلي چې زما زامن د احتجاجي تحریک د چلولو لپاره پاکستان ته راځي.