حامدکرزي پاکستان کې د سېلابونو له امله پر اوښتو زیانونو اندېښه ښودلې
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i163526-حامدکرزي_پاکستان_کې_د_سېلابونو_له_امله_پر_اوښتو_زیانونو_اندېښه_ښودلې
د افغانستان ‏پخواني ولسمشر، حامد کرزي د پاکستان په پښتونخوا او ګلګت کې د مرګونو سېلابونو له امله د ځاني او مالي زیانونو له کبله خواشیني څرګنده کړې ده.
(last modified 2025-08-18T02:48:45+00:00 )
Aug 18, 2025 07:16 Asia/Kabul
  • حامدکرزي پاکستان کې د سېلابونو له امله پر اوښتو زیانونو اندېښه ښودلې

د افغانستان ‏پخواني ولسمشر، حامد کرزي د پاکستان په پښتونخوا او ګلګت کې د مرګونو سېلابونو له امله د ځاني او مالي زیانونو له کبله خواشیني څرګنده کړې ده.

د حامد کرزي له دفتره په خپاره شوي بیان کې راغلي، چې هغه د دې تلفاتو له امله د خواخوږۍ او غمشریکۍ مراتب د قربانیانو کورنیو ته وړاندې کوي.

د سیمې چارواکو ویلي، چې د مرګونو سېلابونو له امله د ځاني تلفاتو شمېر له ۳۵۰ تنو هم اوښتی چې پکې ښځې، ماشومان او د ډېر عمر کسان شامل دي.

د دې ځاني تلفاتو تر ټولو زیات یې په بونېر کې دي، چې شمېر یې څه باندې ۲ سوو تنو ته رسېږي.

د یادونې وړ ده چې په تېرو څو ورځو کې پاکستان کې د سختو ورښتونو له امله زورور سیلابونه راووتل او له امله یې خلکو ته درانه مالي او ځاني زیانونه واوښتل.

د وروستیو مالوماتو له مخې د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو ولسوالیو کې د وروستیو سختو مرګونو سېلابونو ځاني تلفات تر ۳۵۰ تنو هم واوښتل.

د پښتونخوا چارواکو ویلي، تر ټولو زیات تلفات په بونېر کې دي، چې ۲۱۳ کسان پکې وژل شوي دي.

راپورونه وايي، چې ۱۲ تنه په ګلګت بلتستان او ۱۱ تنه نور په کشمیر کې هم وژل شوي دي.

پښتونخوا کې دا مرګونې سېلابونه د تېرې اوونۍ د سختو ورښتونو له امله د خلکو د استوګنې پر کورونو ورغلي، چې د ښځو او ماشومانو په ګډون یې پراخ مالي زیانونه هم اړولي دي.

د چارواکو د معلوماتو له مخې، د سېلابونو له امله ۵۳۸۰ کورونه ویجاړ او زیانمن شوي دي.