پاکستان افغان محصلینو ته ۴۵۰۰ تحصیلي بورسیې ورکوي
د پاکستان د لوړو زدهکړو کمیسیون افغانانو لپاره د «علامه محمد اقبال» د درېیم پړاو تحصیلي بورسونو د پیل خبر ورکړی.
دغه کمېسیون پرون چهارشنبه، په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د دې پروګرام له لارې به ۴۵۰۰ افغانان د طب، انجینیرۍ، کرنې، مدیریت او کمپیوټرساینس په ګډون بېلابېلو څانګو کې د پاکستان پوهنتونونو ته جذب شي.
د سرچینې په وینا، په دې بورسونو کې محصلانو ته د ژوند بشپړ لګښت، د کتابونو بیې او د لیلیې مصرف ورکول کېږي.
دغه بورسیې په درېیوو بېلابېلو کچو لیسانس، ماسټرۍ او دوکتورا کې زدهکړیال مني.
سرچینه وایي، چې د دې پروګرام موخه د افغانستان د بیارغونې لپاره د بشري سرچینو روزنه، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا او د خلکو ترمنځ د متقابل تفاهم پراخول بلل شوي دي.
کمیسیون ټینګار کړی چې، دغه طرحه نه یوازې افغان ځوانانو ته د زدهکړو زمینه برابروي، بلکې د پاکستان د علمي او اکاډمیک مقام د لوړولو لپاره هم یو مهم فرصت دی.
دا بورسونه داسې مهال اعلانېږي، چې بل پلو هند هم تېره سه شنبه افغانانو ته تحصیلي بورسونه اعلان کړل.