په غزه کې دې د صهیونیسټ رژیم جنایتونه بند شي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i165462-په_غزه_کې_دې_د_صهیونیسټ_رژیم_جنایتونه_بند_شي
پارس ټوډې - په غزه کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اوربند د پلان په اړه د حماس غورځنګ د ځواب په  غبرګون کښې د پاکستان حکومت، د فلسطینیانو د آرمان په هکله د خپل اصولي ملاتړ په ټینګار سره، د صهیونیسټ رژیم د بریدونو د سمدستي بندولو غوښتنه وکړه.
(last modified 2025-10-04T08:13:53+00:00 )
Oct 04, 2025 12:42 Asia/Kabul
  • په غزه کې دې د صهیونیسټ رژیم جنایتونه بند شي

پارس ټوډې - په غزه کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اوربند د پلان په اړه د حماس غورځنګ د ځواب په  غبرګون کښې د پاکستان حکومت، د فلسطینیانو د آرمان په هکله د خپل اصولي ملاتړ په ټینګار سره، د صهیونیسټ رژیم د بریدونو د سمدستي بندولو غوښتنه وکړه.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ یوه اعلامیه خپره کړه چې په غزه کې د اوربند په هکله د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پلان په اړه د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ (حماس) د ځواب هرکلی کوي.

په دې بیانیه کښې همداشان لولو: د سمدستي اوربند د تامینولو، په غزه کښې د بیګناه فلسطینیانو د وینې بهونې د بندولو، د اسرائیلي او فلسطیني اسیرانو د آزادۍ، غزې ته بې له خنډه د انساني مرستو د تضمین او د پایدارې صلحې په لور د یو معتبر سیاسي بهیر لپاره د لارې هوارولو په موخه یو مهم فرصت دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ټینګار وکړ چې صهیونیسټي رژیم دې خپلې حملې سمدستي ودروي.