د تورخم دروازه به تر راتلونکو ۲۴ساعتونو بېرته پرانیستل شي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i166172-د_تورخم_دروازه_به_تر_راتلونکو_۲۴ساعتونو_بېرته_پرانیستل_شي
د پاکستان جیو نیوز ټلوېزیون د پاکستاني چارواکو له قوله خبر ورکړی، چې د تورخم دروازه به تر راتلونکو ۲۴ساعتونو بېرته د سوداګرۍ او تګ راتګ پر مخ پرانیستل شي.
(last modified 2025-10-21T04:09:23+00:00 )
Oct 21, 2025 08:37 Asia/Kabul
  • د تورخم دروازه به تر راتلونکو ۲۴ساعتونو بېرته پرانیستل شي

د پاکستان جیو نیوز ټلوېزیون د پاکستاني چارواکو له قوله خبر ورکړی، چې د تورخم دروازه به تر راتلونکو ۲۴ساعتونو بېرته د سوداګرۍ او تګ راتګ پر مخ پرانیستل شي.

یادې رسنۍ داهم ویلي، د دواړو هېوادونو چارواکي د دروازې د پرانیستلو په اړه یوې هوکړې ته رسېدلې.

د تورخم په ګډون افغانستان سره د پاکستان ټولې لارې ۱۱ورځې وړاندې د دواړو هېوادونو ترمنځ د کړکېچ او نښتو له کبله وتړل شوې.

ويل ‌کېږي، پاکستان لوري د بار وړونکو موټرو د پلټنې لپاره امنیتي سکنرونه فعال کړي او خپل د ګمرک او اړوندو ادارو کارکوونکي یې په بېړني ډول خپلو دندو ته ور بللي دي.

دا په داسې حال کې ده چې، ‏پاکستاني رسنیو ویلي، د دغه هېواد یو لوړپوړی پلاوي، نن افغانستان ته  ورځي څو له افغان چارواکو سره د پولې دمدیریت او دوه‌ اړخیزې سوداګرۍ په اړه مشورې وکړي.

دغه رسنۍ د سرچینو له قوله وايي، یاد سفر مخکې پلان شوی و او د تورخم د بندېدو او له وروستیو نښتو سره تړاو نه لري.