د تورخم دروازه به تر راتلونکو ۲۴ساعتونو بېرته پرانیستل شي
د پاکستان جیو نیوز ټلوېزیون د پاکستاني چارواکو له قوله خبر ورکړی، چې د تورخم دروازه به تر راتلونکو ۲۴ساعتونو بېرته د سوداګرۍ او تګ راتګ پر مخ پرانیستل شي.
یادې رسنۍ داهم ویلي، د دواړو هېوادونو چارواکي د دروازې د پرانیستلو په اړه یوې هوکړې ته رسېدلې.
د تورخم په ګډون افغانستان سره د پاکستان ټولې لارې ۱۱ورځې وړاندې د دواړو هېوادونو ترمنځ د کړکېچ او نښتو له کبله وتړل شوې.
ويل کېږي، پاکستان لوري د بار وړونکو موټرو د پلټنې لپاره امنیتي سکنرونه فعال کړي او خپل د ګمرک او اړوندو ادارو کارکوونکي یې په بېړني ډول خپلو دندو ته ور بللي دي.
دا په داسې حال کې ده چې، پاکستاني رسنیو ویلي، د دغه هېواد یو لوړپوړی پلاوي، نن افغانستان ته ورځي څو له افغان چارواکو سره د پولې دمدیریت او دوه اړخیزې سوداګرۍ په اړه مشورې وکړي.
دغه رسنۍ د سرچینو له قوله وايي، یاد سفر مخکې پلان شوی و او د تورخم د بندېدو او له وروستیو نښتو سره تړاو نه لري.