پاکستان کښې ټرافیکي پیښې دوه کسان وژلي دي
Jan 27, 2026 10:02 Asia/Kabul
زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د اسلام اباد او د پیښور په لویه لاره یعني موټر وې کښې د څو ګاډو د جنګیدا له کبله تراوسه دوه کسان وژل شوي او د دریو ښځو په شمول یولس نور کسان ژوبل شوي.
ویل کیږي چې یو ټریلر ګاډی له پیښې سره مخامخ شو او له کبله یې لاره بنده شوه او په ترڅ کښې ګڼ شمیر ګاډي له یوبل سره وجنګیدل.
له پیښې سره ټول ښکیل شوي ګاډي له اسلام اباد څخه پیښور ته روان وو.
ژوبل کسان روغتون ته وړل شوي دي.
یوه ډاکټر «راحان یوسفزي» وویل دوې ته دوه مړي او لس ژوبل کسان راوړل شوي چې پینځه پکښې مرګي حاله دي.
په پاکستان کښې هر کال ډیرې مرګوني ټرافیکي پیښې رامینځته کیږي چې ستر علتونه یې د ګاډو زیات سرعت اخیستل ، له یوبل څخه مخکې کیدل او د ټرافیکو قوانینو نه رعایتول دي.
ټیګونه