داعش ډلې د پاکستان د ځان وژونکي حملې مسوولیت پرغاړه واخیست
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i170450-داعش_ډلې_د_پاکستان_د_ځان_وژونکي_حملې_مسوولیت_پرغاړه_واخیست
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی داعش ترهګرې ډلې د پاکستان په اسلام اباد کښې په ترلايي سیمه کښې د شیعه مسلمانانو په حضرت خدیجه سلام الله علیها جومات کښې د ترهګرې حملې مسوولیت پرغاړه واخیست.
(last modified 2026-02-07T00:14:08+00:00 )
Feb 07, 2026 04:39 Asia/Kabul
  • داعش ډلې د پاکستان د ځان وژونکي حملې مسوولیت پرغاړه واخیست

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی داعش ترهګرې ډلې د پاکستان په اسلام اباد کښې په ترلايي سیمه کښې د شیعه مسلمانانو په حضرت خدیجه سلام الله علیها جومات کښې د ترهګرې حملې مسوولیت پرغاړه واخیست.

داعش وهابي ترهګرې ډلې چې امریکا، اسرائیلو  ، اروپا او ځینو عربو هیوادونو خپلو هدفونو ته د رسیدا لپاره په ګډه جوړه کړې ده په ټیلیګرام اینټرنیټ پاڼه کښې وویل چې د دغه ډلې کسانو پرون په اسلام اباد کښې د شیعه مسلمانانو په جومات کښې ځان وژونکي حمله کړې ده.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند اسماعیل بقايي د پاکستان له خلکو ، حکومت او د شهیدانو کورنیو ته د تسلیت په ویلو سره له خدای پاک ج څخه  دغه جنایتکار اقدام د ژوبلو کسانو لپاره د زر ښه کیدا دعا وکړه.

هغه د ترهګرۍ او د تاوتریخجنو سرزورو اقداماتو په پریکنده توګه غندلو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت په اصولي دریځ باندې ټینګار سره د ترهګرۍ له سپیرې ښکارندې سره مقابله او مخه نیول د سیمې د ټولو هیوادونو غږملتیا او ملګرتیا  او د هغوې له مالي ملاتړو ، حامیانو ، منظمونکو او ترسره کونکو سره د پرله پسې مبارزې کول ضروري وبلل.

یوشمیر اسلامي او عربي هیوادونو هم د پاکستان خلکو او حکومت ته د تسلیت په ویلو سره په اسلام اباد کښې د شیعه مسلمانانو په جومات کښې ترهګره حمله په کلکه وغندله.

داعش وهابي تکفیري ترهګره ډله د امریکا ، د اسرائیلو او د اروپايي هیوادونو پلی ځواک ګڼل کیږي او دغه ډلې په عراق ، سوریې، افغانستان او د نړۍ په ډیرو هیوادونو کښې د امریکا، د اسرائیلو او د بریتانیا د ګټو لپاره هر ډول کارونه ترسره کړي دي.

داعش وهابي تکفیري ډله د اسلام د بدنامیدا سبب شوې ده.