د پاکستان د بلوچستان په کویټه کښې څوارلس ترهګر ووژل شول
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د پاکستان په پلازمینې اسلام اباد او نورو سیمو کښې له وروستیو مرګونو بریدونو وروسته د سرزورو ډلو پرضد د امنیتي ځواکونو د عملیاتو د نوي پړاو په پیلیدا سره د بلوچستان صوبې په مرکز کویټه ښار کښې اته ترهګر ووژل شول.
په بلوچستان ولایت کښې له ترهګرۍ سره د مبارزې ادارې (CTD) د کویټه ښار په خوا کښې د بیلتون غواړو ترهګرو ډلو پرضد د نویو عملیاتو خبر ورکړ چې په ترڅ کښې یې اته ټروریسټان وژل شوي او درې امنیتي ځواکونه ژوبل شوي دي.
په پاکستان کښې له تیرو څو کلونو راهسې د ترهګرو ډلو لخوا حملې زیاتې شوي دي چې له کبله یې تراوسه زرګونو خلک چې ښځې او ماشومان پکښې شامل دي وژل شوي
د بلوچستنان صوبې په بارکهان سیمه کښې هم د پولیسو په ډزو کښې شپږ ټروریسټان وژل شوي دي.
له دغو ترهګرو څځه یوشمیر وسلې او چاودیدونکي مواد هم کشف شوي دي.