د هرمزتنګي ناامني په ایران د امریکااو صهیونیسټي رژيم د تیریونتیجه ده
ایکنا- د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر د پاکستان له لومړی وزیر سره په ټیلیفونی خبرو کې د سیمې د بدلونونو او د دوو اړخیزو اړیکو او د سیمې او نړئ پر امنیت د ایران په ضد دصهیونیسټي رژیم او امریکا دغیر قانوني جنګ د اړخونو په باب سره خبرې اترې او د نظر تبادله وکړه.
پارس ټوډې راپور راکوي، دایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ډاکټر پژشکیان د امریکا او صهیونیسټي رژيم د غیرقانوني حملو او جنایتونو داړخونو په تشریح کولو سره روښانه کړه ،د ایران اسلامی جمهوریت د سیمې له هیوادونو څخه غوښته ډير شفافه اوروښانه ده، مونږ له اسلامی هیوادونو څخه دا غوښتنه کوو چې د امریکا او صهیونیسټي رژيم له خوا په ایران باندې دحملې لپاره دې خپل حدود او فضا او امکاناتوڅخه استفادې اجازت ورنکړي او که د جنګ د دوام د مخنیوی او دتیریو مخه نشي نیولی ، نو د ایران په ضد دې دغیر قانوني تیریو د دوام زمینه جوړونکي نه کیږي،ځکه چې دا چاره به په سیمې کې د جنګ او ناامنئ د پراختیا سبب شي.
هغه د سیمې پر امنیت اوثبات د صهیونیسټي رژيم او امریکا د پوځي تیریو نتیجو او په هرمز تنګي کې د سمندري تګ راتګ امنیت ترینګلي کیدا ته په اشارې سره روښانه کړه، پر هرمز تنګي د ناکراریو تپل د امریکا او صهیونیسټي رژيم د پوځي تیریو مستقیمه نتیجه ده. په عین حال کې د ایران اسلامی جمهوریت له دغې اوبلارې څخه د کشتیو په کراري سره دتیریدا او د سمندری امنتی دتامینیدا لپاره لازم تدبیرونه غوره کړي دي او د هغو کشتیو د تګ راتګ لپاره چې له تیریګرو سره اړونده او په تیریو کې له ګډون سره اړونده نه دي ،لازمه ملګرتیا به وکړي.
د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف هم په دغو ټيلیفوني خبرو کې په سیمې کې د تل پاتې سولې او ثبات د بیرته ستنیدا و د تاؤتریخوالی د کمیدا لپاره د سیمې د هیوادونو په تیره بیا د مسلمانو هیوادونو د ډله ایزو هڅو غوښته وکړه او له ځانه د روا دفاع لپاره ئې د ایرا ن د اسلامی جمهوریت پر مسلم او طبیعي حق په ټينګار سره زیاته کړه؛ همیشه د ایران د ملت او حکومت ترڅنګ ولاړ یوو، او په راتلونکي کې به هم همداشان وي.
https://iqna.ir/fa/news/4342523