پاکستان کې له ۲۵ میلیونه ډېر ماشومان له زده کړو محروم دي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i172988-پاکستان_کې_له_۲۵_میلیونه_ډېر_ماشومان_له_زده_کړو_محروم_دي
د رسنیو د راپورونو له مخې د پاکستان د پوهنې وزارت ویلي، په دغه هېواد کې له ۲۵ میلیونه زیات ماشومان ښوونځیو ته له تګه محروم پاتې دي.
(last modified 2026-05-17T02:22:06+00:00 )
May 17, 2026 06:49 Asia/Kabul
  • پاکستان کې له ۲۵ میلیونه ډېر ماشومان له زده کړو محروم دي

د رسنیو د راپورونو له مخې د پاکستان د پوهنې وزارت ویلي، په دغه هېواد کې له ۲۵ میلیونه زیات ماشومان ښوونځیو ته له تګه محروم پاتې دي.

د پاکستان د پوهنې او روزنې فدرالي وزیرخالد مقبول صدیقي د قامي اسمبلۍ د پوښتنو پر مهال ویلي، دا مهال شاوخوا ۲۵ میلیونه او ۳۷۰ زره ماشومان له زده کړو محروم دي.

صدیقي د دغو ماشومانو عمرونه د پنځو او ۱۶ کلونو ترمنځ ښودلي چې، له بنسټیزو زده کړو محروم دي.

نوموړي زیاته کړې چې، پنجاب ایالت د هغو ماشومانو تر ټولو لوړ شمېر لري چې ښوونځي ته له تګه محروم دي او شمېر یې ۹ میلیونه او ۶۰۰ زره ته رسېږي.

هغه زیاته کړه چې په سند ایالت کې ۷ میلیونه او ۸۲۰ زره، په خیبر پښتونخوا کې ۴ میلیونه او ۹۲۰ زره، په بلوچستان کې ۲ میلیونه او ۹۴۰ زره او په اسلام‌اباد کې نږدې ۹۰ زره ماشومان له زده کړو بې برخې دي.

د پاکستان د پوهنې وزیر ویلي، یوازې په اسلام‌اباد کې ۷۰ زره ماشومان بېرته ښوونځیو ته جذب شوي دي.

له زده کړو په دومره لویه کچه د ماشومانو محروم پاتې کېدل په پاکستان کې پوښتنې راولاړې کړي او خلکو له حکومته غوښتي چې، د دې ستونزې حل په برخه کې جدي ګامونه پورته کړي.