عبدالستار ایدهی وفات شو
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i17359-عبدالستار_ایدهی_وفات_شو
د ایدهی فاونډېشن مشر او نومیالی بشردوست کس عبدالستار ایدهی بیګا وفات شو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 09, 2016 00:48 Asia/Kabul
  • عبدالستار ایدهی وفات شو

د ایدهی فاونډېشن مشر او نومیالی بشردوست کس عبدالستار ایدهی بیګا وفات شو.

عبدالستار ایدهی په ۱۹۲۸ کال د هندوستان د ګوجرات ایالت په بنتوا سیمه کې زېږېدلی وو. هغه لا ۱۹ کلن وو چې مور یې د فلج ناروغۍ له امله مړه شوه، چې دغې پېښې نوموړی د ژوند په چارو کې یوازې پاتې کړ خو خپلو هڅو ته یې دوام ورکړ.

ارواښاد ایدهی په ۱۹۴۷ کال کښې د پاکستان په جوړیدو سره دغه هیواد ته کډه شو او په ۱۹۵۱ کال کښې یې د ایدهی فاونډېشن بنسټ کېښود. عبدالستار ایدهی په ۱۹۶۵ کال کښې د بلقیس په نامه یوې نرسې سره واده وکړ چې له هغې دوه زامن او دوه لوڼې لری.

د عبدالستار ایدهی له خوا جوړ شوی ایدهی فاونډېشن تر دې دمه له ۲۰ زرو نه د ډېرو غورځول شویو ماشومانو ژوند ژغورلی، له ۵۰ زرو نه ډېر یتیمان یې روزلی، او څه باندې ۴۰ زره سان او نرسانې یې روزلې دی.

ایدهی فاونډېشن په پاکستان کې ۱۸۰۰ امبولانسونه لری چې د ورځې په اوسط ډول ۶ زره ټیلیفونونه ورته راځی او هغوی ورسره مرسته کوی. د دې ترڅنګ، درې هوایی امبولانسونه او ۲۸ د نجات کشتۍ لری چې د طبیعی افتونو پر وخت ترې ګټه اخلی. ایدهی فاونډېشن پر دې سربیره په افریقا، منځنی ختیځ، پاکستان، قفقاز سیمه او ختیځه اروپا کښې هم فعالیت کوی.

ارواښاد عبدالستار ایدهی د بشری خواخوږۍ د کار په بهیر کې په ۱۹۸۸ کال کې د پخوانی شوروی اتحاد د لینن د سولې جایزه، په ۱۹۸۹ کال کې د پاکستان نشان امتیاز، او په ۲۰۱۰ کال کې د احمدیه مسلمانانو د سولې جایزه ترلاسه کړه.

نوموړی بیګا د پښتورګی د ناروغۍ په نتیجه کې وفات شو چې مړی به یې نن په کراچۍ کې خاورو ته وسپارل شی.