ناټو دې په افغانستان کښې د سولې له بهیره ملاتړ وکړی
د بهرنی سیاست په چارو کښې د پاکستان د وزیراعظم سلاکار د افغانستان د سولې له بهیره د ناټ، د ملاتړ غوښتنه وکړه.
د شینهوا خبری آژانس د خبر له مخې سرتاج عزیز پرون له ناټو وغوښتل چې په افغانستان کښې د نښتو د ختمولو لپاره د یوې حل لارې د موندلو په موخه د سیاسی خبرواترو د پرمخ بیولو لپاره د هلوځلو ملاتړ دې وکړی.
سرتاج عزیز په ورشو کښې د ناټو په سرمشریزه کښې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل: پاکستان تمه لری لکه څنګه چې پخپله په افغانستان کښې د سولې د بهیر د اسانولو لپاره خپل کوششونه زیاتوی، ناټو هم د افغانستان د سولې د بهیر په اسانتیا کښې مرستې په موخه یولړ هلې ځلې وکړی.
د پاکستان د وزیراعظم سلاکار دا غوښتنه په داسې حال کښې وکړه چې د ناټو د غړو هیوادونو د مشرانو دوه ورځنۍ غونډه په ورشو کښې روانه ده.
ناټو نن سبا په افغانستان کښې کابو شپږ زره ځواکونه لری.