ناټو دې په افغانستان کښې د سولې له بهیره ملاتړ وکړی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i17371-ناټو_دې_په_افغانستان_کښې_د_سولې_له_بهیره_ملاتړ_وکړی
د بهرنی سیاست په چارو کښې د پاکستان د وزیراعظم سلاکار د افغانستان د سولې له بهیره د ناټ، د ملاتړ غوښتنه وکړه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 09, 2016 01:27 Asia/Kabul
  • ناټو دې په افغانستان کښې د سولې له بهیره ملاتړ وکړی

د بهرنی سیاست په چارو کښې د پاکستان د وزیراعظم سلاکار د افغانستان د سولې له بهیره د ناټ، د ملاتړ غوښتنه وکړه.

د شینهوا خبری آژانس د خبر له مخې سرتاج عزیز پرون له ناټو وغوښتل چې په افغانستان کښې د نښتو د ختمولو لپاره د یوې حل لارې د موندلو په موخه د سیاسی خبرواترو د پرمخ بیولو لپاره د هلوځلو ملاتړ دې وکړی.

سرتاج عزیز په ورشو کښې د ناټو په سرمشریزه کښې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل: پاکستان تمه لری لکه څنګه چې پخپله په افغانستان کښې د سولې د بهیر د اسانولو لپاره خپل کوششونه زیاتوی، ناټو هم د افغانستان د سولې د بهیر په اسانتیا کښې مرستې په موخه یولړ هلې ځلې وکړی.

د پاکستان د وزیراعظم سلاکار دا غوښتنه په داسې حال کښې وکړه چې د ناټو د غړو هیوادونو د مشرانو دوه ورځنۍ غونډه په ورشو کښې روانه ده.

ناټو نن سبا په افغانستان کښې کابو شپږ زره ځواکونه لری.