په پاکستان کښې دې د شیعه مسلمانانو وژله بنده شی
د پاکستان د وحدت مسلمین ګوند عمومی منشی د مشهور شیعه وکیل وژله وغندله او ویې ویل ې د شیعه مسلمانانو د وژلو په غبرګون کښې به په ټول هیواد کښې مظاهرې وکړی.
تسنیم خبری آژانس لیکلی چې علامه راجا ناصر عباس جعفری د وړوکی اختر په ورځ په ډیره اسماعیل خان کښې د مشهور پاکستانی وکیل شاهد شیرازی وژله د دغه هیواد د واکمنانو د بې پامۍ له امله وبلله.
راجا ناصر عباس وویل: په تیرو دوو میاشتو کښې یوازې په ډیره اسماعیل خان کښې دوه معلمان او یو سوداګر وژل شوی دی او دا چاره د مرکزی حکومت د بې کفایتۍ ښودونکې ده.
هغه زیاته کړه: د پاکستان په ټولو سیمو کښې د شیعه مسلمانانو وژله روانه ده او ترهګر ښه په خلاص مټ ترهګری کوی. صوبائی او مرکزی حکومتونو او امنیتی ارګانونو د شیعیانو د وژلې په وړاندې خوله ګنډلې او هیڅ نه کوی.
د ویلو ده چې وسله والو کسانو د کوچنی اختر په ورځ په ډیره اسماعیل خان سیمه کښې مشهور شیعه وکیل شاهد شیرازی ووژه.
دا په داسې حال کښې دی چې وحدت مسلمین ګوند له تیرو دوو میاشتو راهیسې د پاکستان په مختلفو سیمو کښې د شیعیانو په وژلې باندې په اعتراض کښې لوږتړ کړی چې لاهم دوام لری.