د انرژۍ د تأمین لپاره له ایران سره په ارتباط کې یو
د پاکستان د تیلو او انرژۍ وزیر ووئیل،هېواد ئې پرېکړه کړې له ایران څخه د مایع ګاز (LPG) واردات زیات کړي. هغه زیاته کړې چې تهران او اسلامآباد د ایران – پاکستان د ګیسو د نللیکې پروژې او همدارنګه پاکستان ته د ارزانه انرژۍ د برابرولو په اړه په نږدې ارتباط کې دي.
ایرنا خبری آژانس پرون ناوخته راپور ورکړی، د پاکستان د تیلو او انرژئ وزیر علي پرویز ملک په لاهور ښار کې یوې خبري غونډې ته وویل:له ایران سره زمونږ اړیکې د ورورولۍ او نږدې ګاونډیتوب اړیکې دي او زه باور لرم چې موږ باید د یو بل له ظرفیتونو څخه ګټه واخلو.»
هغه د ایران – پاکستان د ګیسو د نللیکې د پروژې د برخلیک په اړه وویل:دا موضوع اوس په پاریس کې د حکمیت په یوې محکمې کې څيړل کیږي، خو د دواړو هېوادونو د اوږدمهاله دوستانه او ورورولۍ اړیکو ته په پام سره، هڅه کوو چې دا مسئله په دوهاړخیز ډول حل کړو.
د پاکستان د تیلو او انرژئ وزیر ټینګار وکړ:موږ هره ورځ له ایران څخه له ۴ زرو څخه تر ۵ زرو ټنو پورې مایع ګاز (LPG) واردوو او اوس مو پرېکړه کړې چې دغه اندازه نوره هم زیاته کړو.
هغه زیاته کړه:د ایران او پاکستان تخنیکي ډلې له یو بل سره په نږدې اړیکه کې دي او مونږ هڅه کوو هغه انرژي چې پاکستان ته ارزانه تمامېږي، د ایران له لارې تأمین کړو. د اسلامآباد حکومت به په دې اړه لازمه پرېکړه وکړي.
د تېر کال د لیندۍ میاشتې په لومړیو کې د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري هم د ایران – پاکستان د ګیسو د نللیکې په اړه، د خپل هېواد د انرژۍ مخ پر زیاتېدونکو اړتیاوو ته په اشارې سره، د متقابلې عملي حللارې پر اړتیا ټینګار کړی و.
هغه په اسلامآباد کې د ترسره شویو تخنیکي مذاکراتو هرکلی کړی و او ویلي یې وو چې پاکستان په لېوالتیا سره په تهران کې د دغو خبرو اترو د دوام په تمه دی.