د پاکستان د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې ۲۴ خوارج وژل شوي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i175272-د_پاکستان_د_امنیتي_ځواکونو_په_عملیاتو_کې_۲۴_خوارج_وژل_شوي
د پاکستاني رسندویو له راپور سره سم په بنو او شاوخوا سیمو کې د تېرو ۲۴ ساعتونو په بېلابېلو نښتو کې د هندي پراکسي فتنه الخوارج ۲۴ ترهګر ووژل شول
(last modified 2026-07-17T10:25:43+00:00 )
Jul 17, 2026 14:51 Asia/Kabul
  • د پاکستان د امنیتي ځواکونو په  عملیاتو کې ۲۴ خوارج وژل شوي

د پاکستاني رسندویو له راپور سره سم په بنو او شاوخوا سیمو کې د تېرو ۲۴ ساعتونو په بېلابېلو نښتو کې د هندي پراکسي فتنه الخوارج ۲۴ ترهګر ووژل شول

آی ایس پی آر وايي چې د وژل شویو ترهګرو له قبضې وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي دي

دا ترهګر په ګڼو ترهګریزو فعالیتونو او د بې ګناه ملکیانو په وژنه کې لاس لرونکي وو

د آی ایس پی آر په وینا په بنو کې له وروستیو ترهګرو بریدونو او ځانمرګي چاودنې وروسته امنیتي ځواکونو د ترهګرو او د هغوی د مرستندویانو پر ضد ګډ استخباراتي عملیات پیل کړي دي

آی ایس پی آر وايي چې د ترهګرۍ پر ضد عملیات به په بشپړ قوت سره دوام ولري

 له بلې خوا د پاکستان ولسمشر ویلی دي چی ملکیان او بنسټونه په نښه کوونکي عناصر د رعایت وړ نه دي . آصف علي زرداري د بریالیو عملیاتو له امله  د امنیتي ځواکونو ستاینه  کړي ده .

هغه وویل چې د فتنه الخوارج ۲۴ ترهګر جهنم ته رسېدل د امنیتي ځواکونو د مسلکي مهارت، عزم او قربانیو څرګندویه ده، د هند په سرپرستۍ کې فعاله فتنه الخوارج او د هغوی د مرستندویانو پر ضد عملیات به خپل منطقي پای ته ورسول شي

هغه وايي چې بې ګناه ملکیان او قانون نافذوونکي بنسټونه په نښه کوونکي عناصر د هېڅ ډول رعایت وړ نه دي، ملت د خپلو امنیتي ځواکونو او قانون نافذوونکو بنسټونو په څنګ کې ولاړ دی

د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د فتنه الهندوستان د ترهګرو پر ضد د بریالیو عملیاتو له امله د امنیتي ځواکونو ستاینه وکړه او ویې ویل

د ترهګرو پر ضد عملیات د سولې او ثبات لپاره اړین دي:

هغه وايي چې په خیبر پښتونخوا کې د سولې ټینګښت لپاره د امنیتي ځواکونو عملیات د ستاینې وړ دي .

محسن نقوي وویل چې د امنیتي ځواکونو افسران او سرتېري زموږ د سر تاج او اصلي اتلان دي، د هندي تمویل شویو ترهګرو له منځه وړونکو زامنو باندې ټول ملت ویاړ کوي، د بنو د عملیاتو بریالیتوب د وطن له خاورې د ترهګرۍ د ختمولو د عزم ثبوت دی