پاکستان په کشمیریانو باندې د هندی ځواکونو تشدد وغنده
پاکستان په جمو او کشمیر کښې د معترضانو خلاف د هندوستان د پولیسو تشدد وغنده.
د سماء ټی وی د ویب سایټ د خبر له مخې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت نن په یوه خبرپاڼه کښې د هندی پوځیانو په لاس د کشمیر د حزب المجاهدین په نامه ډلې د مشر برهان مظفر وانی او همداشان د یوشمیر کشمیری اعتراض کونکو وژل کیدل خواشینونکی وبلل او د هغو غندنه یې وکړه.
په دغه خبرپاڼه کښې راغلی دی چې هندوستان پخپلو قهرجنو اقداماتو سره په جمو او کشمیر کښې د بشری حقوقو خلاف ورزی کړې ده.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ټینګار وکړ چې نوی ډیلی نه شی کولی د معترضانو په ځپلو سره د کشمیر خلک د خپل برخلیک د حق د ټاکلو د حق په رسمیت د پیژندلو په اړه له خپلې غوښتنې منعه کړی.
دغې وزارتخانې همداشان د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کښې د کشمیری مشرانو په نیول کیدو د اندیښنې په څرګندولو سره له نوی ډیلی وغوښتل چې د بشری حقوقو احترام وکړی او د ملګرو ملتو د امنیت شورا د پریکړه لیکونو په چوکاټ کښې پرخپلو ژمنو پابند ووسی.