د افغانستان او پاکستان ځینی مهم بدلونونه په تیرې اونۍ کې
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i176020-د_افغانستان_او_پاکستان_ځینی_مهم_بدلونونه_په_تیرې_اونۍ_کې
د تهران د پښتو خپرونې او انټرنیټي سایټ خوږو مینه والو په دې شیبو کې  په تیرې اونۍ کې د افغانستان او پاکستان د ځينو مهمو بدلونونو په باب  له اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې یوو، په پیل کې درته  د کربلا د حماسې  او پاڅون د شهیدانو د  څلویښټئ  او  د حسینی اربعین د غمجنې ورځې په مناسبت  درستو مینه والو ته تسلیّت وایو  او ستاسو  پام راغواړو د ځينو پيښوپه باب  یوې لنډې شان کتنې ته
(last modified 2026-08-03T10:55:44+00:00 )
Aug 03, 2026 15:19 Asia/Kabul
  • د افغانستان او پاکستان ځینی مهم بدلونونه په تیرې اونۍ کې

د تهران د پښتو خپرونې او انټرنیټي سایټ خوږو مینه والو په دې شیبو کې  په تیرې اونۍ کې د افغانستان او پاکستان د ځينو مهمو بدلونونو په باب  له اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې یوو، په پیل کې درته  د کربلا د حماسې  او پاڅون د شهیدانو د  څلویښټئ  او  د حسینی اربعین د غمجنې ورځې په مناسبت  درستو مینه والو ته تسلیّت وایو  او ستاسو  پام راغواړو د ځينو پيښوپه باب  یوې لنډې شان کتنې ته

*/*/*/*/

د ایران او افغانستان   د نیواکګرئ په ضد دتاریخي مبارزې مخینه

*/*/*/

د ایران او افغانستان ترمینځ د اقتصادي تعاملاتو دریل  ګاډي په وسیله  زیاتیدا

*/*/*/*/

په پاکستان کې د ایران او افغانستان له سفیرانو سره د جماعت اسلامی  ګوند د مشر مهمه کتنه.

*/*/*/*/

او د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد آصف وویل، د صهیونیسټي رژیم اوږدمهاله لاسوهنې په هندبراعظمګي  کې د کړکېچونو په زیاتېدو کې د پاکستان د ملي ګټو پر ضد دي، او اسلام‌آباد باید په جنوبي اسیا کې له ځینو هېوادونو سره د اسرائیلو د همکارۍ او همغږۍ په اړه هوښیار واوسي، ګلونو دوستانو اوس مو  د ځينو مهمو بدلونو په باب رابلوو، د تحلیلي  برخې آوریدو ته

*************************

     په افغانستان کې د ایران د اسلامي جمهوریت د سفارت مرستیال ، سید حسن مرتضوي په یولړ څرګندونو کې ویلي، په افغانستان کې د ریښتینې مقاومت معنا د تاریخ په بېلابېلو پړاوونو کې د بهرني نیواک  پر ضد مبارزه ده.

په افغانستان کې د ایران د اسلامي جمهوریت د سفارت مرستیال ، د افغانستان د امنیت، ثبات، پرمختګ او ودې په برخې کې د تهران پر ملاتړ ټینګار وکړ.

سید حسن مرتضوي وویل: د ایران د اسلامي جمهوریت تګلاره د افغانستان پرمختګ او د دغه هېواد د خلکو د خپل برخلیک د ټاکلو حق ته بشپړ درناوی دی. مونږ د مسلمانانو ترمنځ د شخړو د رامنځته کولو لپاره د هېڅ  یوې ډلې یا بهیر  ملاتړ نه کوو او باور لرو چې د افغانستان راتلونکی باید د همدغه هېواد د خلکو د خبرو اترو، تفاهم او ګډې ونډې له لارې وټاکل شي.

د افغانستان ـ ایران د ګډې سوداګرۍ خونې مشر  کمال‌الدین توحیدي له ایرانيو پانګه‌والو وغوښتل چې د افغانستان په اقتصادي پروژو کې پانګونه وکړي او د دغه هېواد له شته ظرفیتونو څخه دې ګټه پورته کړي.

د افغانستان ـ ایران د ګډې سوداګرۍ خونې مشر ، د ایران د البرز ولایت   د «له افغانستان سره د اقتصادي ملګرتیاؤ  فرصتونو» په نامې سره په  غونډې کې وویل، افغانستان د بهرنۍ پانګونې لپاره مناسب ظرفیتونه لري، نو ځکه باید د دواړو هېوادونو ترمنځ ګډې اقتصادي ملګرتیاوې  لا پراخې شي.

توحیدي زیاته کړه، د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي برخو کې شته فرصتونه  د افغانستان او ایران د پانګه‌والو ترمنځ د نوو همکاریو زمینه برابرولی شي.

په دغې غونډې کې د دواړو هېوادونو د خصوصي سیکټر ترمینځ د اړیکو پر پراختیا، د ګډو پانګونو پر زیاتوالي او د افغانستان او ایران ترمینځ د سوداګریزو راکړو ورکړو د پراختیا په اړه هم بحث او خبرې وشوې.

د افغانستان ـ ایران د ګډې سوداګرۍ خونې رئیس ټینګار وکړ چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو پیاوړتیا د سوداګریزو اړیکو په پراختیا او د خصوصي سکټور له شته ظرفیتونو څخه په لا ښه ګټه اخیستنې کې مهم رول ولوبوي.

         د افغانستان د هرات ولایت د روزنک د اورګاډي د تمځي مسئولانو خبر ورکړی چې په تېرو څلورو میاشتو کې د ایران د خراسان رضوي ولایت د خواف ـ هرات د اورګاډي کرښې له لارې ۴۳۸ زره ټنه توکي لېږدول شوي دي.

د روزنک د اورګاډي تمځي مسئولانو  ویلي دي، د روان کال په لومړیو څلورو میاشتو کې د خواف ـ هرات د اورګاډي کرښې له لارې ۴۳۸ زره ټنه مالونه منتقل  شوي دي.

د افغانستان د  هرات سیمه‌ییزو مسئولانو دغه اندازه د افغانستان په لوېدیځ کې د ټرانزیټي فعالیتونو د پام وړ ودې نښه وبلله

د هرات د روزنک د اورګاډي کرښې مسئول مولوي غلام‌علي محمدي وویل، د دې کرښې یا پټلۍ له لارې بېلابېل سوداګریز توکي، لکه سمنټ،  وسپنیز مواد، تیلي  مواد او د بازار نور اړین توکي لېږدول کېږي.

هغه زیاته کړې، د توکو د لېږد ظرفیت د لوړولو او د خدماتو د ښه کولو لپاره هڅې روانې دي.

د شمېرو له مخې، تېر کال په ټولیز ډول د خواف ـ هرات د اورګاډي د پټلۍ له لارې ۶۴۲ زره (یا شپږ لکه دوه څلویښت  زره )ټنه توکي منتقل شوي وو، په داسې حال کې چې یوازې د روان ۱۴۰۵ لمریز کال په لومړیو څلورو میاشتو کې څلور لکه اته دیرش زره ټنه  توکي لېږدول شوي دي.

              دافغانستان د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د ملګرو ملتو د امنیت شورا د بندیزونو په لېست کې د افغانستان د سرپرست حکومت د پنځو چارواکو د معلوماتو د تازه کولو په غبرګون کې، د افغانستان پر ضد د جنګ د پړاؤ  د پاتې سیاستونو  پای ته د رسېدو غوښتنه وکړه او وې ویل چې د وګړو حقوق دې  د دغو تګلارو تر اغېزو لاندې رانشي.

مجاهد دغه بندیزونه یوه ناکامه او تکراري تجربه وبلله او وې ویل، دا محدودیتونه په تېرو کلونو کې خپلو موخو ته نه دي رسېدلي.

د ملګرو ملتو د امنیت شورا د بندیزونو کمېټې، چې د ۱۹۸۸ پرېکړه‌لیک له مخې فعالیت کوي، وئيلي دي،  د افغانستان د طالبانو د پنځو چارواکو د هویت معلومات او رسمي اسناد ئې تازه کړي دي. په دغو کسانو کې د   افغانستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج‌الدین حقاني، د استخباراتو مشر عبدالحق وثیق، د ارشاد، حج او اوقافو وزیر نورمحمد ثاقب، د کانونو او پټرولیم وزیر ګل‌آغا اسحاق‌زی (هدایت‌الله بدري) او د هرات ښاروال حمدالله نعماني شامل دي.

دغې کمېټې ټینګار  کړی چې دا بدلونونه یوازې اداري بڼه لري او د دغو کسانو د بندیزونو په وضعیت کې هېڅ بدلون نه راولي. له همدې امله، د دوي پر ضد د شتمنیو د کنګل کېدو، د سفر د بندیز او د وسلو د بندیز پرېکړې پر خپل ځای پاتې دي.

  د افغانستان د طالبانو حکومت او ازبکستان د ۲۰۲۶ میلادي کال له پیل راهیسې تر اوسه پورې د ۱.۴ میلیاردو ډالرو په ارزښت ۹۰ سوداګریز تړونونه او د تفاهم یادښتونه لاسلیک کړي دي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې  مشر سید کریم هاشمي او د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال هم په یوې وروستۍ ګډې لیدنې کې ټینګار  کړی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو راکړو ورکړو کچه باید پنځه میلیاردو ډالرو ته لوړه شي.

په عین حال کې، د ازبکستان د ملي احصائې د کمېټې د شمېرو له مخې، افغانستان د دغه هېواد د لسو سترو سوداګریزو شریکانو په ډلې کې شامل دی او له چین، روسیې، قزاقستان او ترکیې وروسته د تاشکند له مهمو سوداګریزو شریکانو څخه شمېرل کېږي.  

            د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند مشر حافظ نعیم‌الرحمن په اسلام‌آباد کې د  افغانستان د طالبانو د حکومت له سفیر سردار احمد شکیب سره په لیدنې کې ټینګار وکړ چې په افغانستان کې سوله او ثبات نه یوازې د افغانستان او پاکستان، بلکې د ټولې سیمې په ګټه دي.

د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند د اعلامیې له مخې، دواړو لورو په دغې لیدنې کې د دوه‌اړخیزو اړیکو، د سوداګرۍ د پراختیا، او د سیمې د سولې او امنیت په اړه خبرې وکړې.

د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند مشر، د کابل او اسلام‌آباد د اړیکو اهمیت ته په اشارې وویل، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا د سیمې د سولې او امنیت د تأمین لپاره اړینه ده.

په پاکستان کې د  افغانستان د طالبانو د حکومت سفیر هم د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ورورولۍ د اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ.

همداراز د پاکستان دجماعت اسلامی  ګوند امیر حافظ نعیم الرحمن  په دغه هیواد کې د ایران د اسلامی جمهوریت له سفیر  سره هم کتنه کړې او ددواړو هیوادونو د اړیکو او دغه راز د اسلامی امت د یووالی او وحدت په باب ئې ورسره  خبرې اترې  او د  جماعت اسلامی ګوند نظرونه او دریځونه شریک کړي دي.

              د پاکستان د پوځ ویندوي جنرال احمد شریف چوهدريي وئيلي دي دغه هېواد له کابو تیرو دوو کلونو راهیسې ۲ میلیونه او  شپږ لکه غیر قانوني  افغان کډوال ویستلي دي، او اوس د افغانستان او پاکستان پر ګډه پوله هر ډول تګ راتګ یوازې د ویزې او پاسپورټ له لارې ممکن دی.

جنرال احمد شریف چوهدري د افغانستان او پاکستان ترمینځ د سرحدي کړکېچونو او د ترهګرۍ د وضعیت په اړه هم وویل چې پاکستان به د ترهګرو عناصرو او هغو ډلو ټپلو  پر ضد خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي چې د ده په وینا د افغانستان له خاورې څخه استفاده کوي.

د پاکستان د پوځ ویاند ادعا وکړه چې د ۲۰۱۶ میلادي کال له پیل راهیسې تر اوسه پورې د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې ۲۸ ځانمرګي بریدونه شوي دي او ګڼ شمېر افغان وګړي په دغو بریدونو کې شریک وو.

 په عین حال کې  دپاکستان د خیبر پختونخواه صوبې د سوات په کبل سیمه کې د تیرې یکشنبې په ورځ د یوې ولسی اعتراضي غونډې پر مهال زوروه چاودنه وشوه چې  وئيل  کیږي، په لسګونو کسانو وینه پکې وبهول شوه.  په راپورونو کې وئيل شوي دي چې په دغې غمیزې کې  د نهو پولیسو په شمول   څوارلس  او ځيني سرچینې ئې هم اولس  کسان وژل شوي ښئ ، او دغه راز نور کابو  دیرش کسان پکې ټپیان شوي هم دي. 

له هرې پيښې وروسته  دپاکستان لوړپوړي چارواکي  ددغه شان پیښو پړه پر تحریک طالبان یا ټي ټي پي وراچوي  او پر افغان طالبانو تور لګوي چې دوي  د ټي ټي پي ترهه ګرو ته  د فعالیتونو اجازت ورکړی او له هماغه ځایه  په پاکستان کې د ترهه ګرو اقداماتو پلانونې کوي، البته د افغانستان طالبان د پاکستان دغه شان دریځونه په زغرده ردوي او وآئي چې  پاکستان دې خپلې داخلي ستونزې پخپله او پخپل هیواد کې حل کړي. او پر نورو دې د دغه شان پیښو تورونه نه لګوي.

         د پاکستان د مشرانو  جرګې د اپوزیشن لوري  مشر او مجلس وحدت مسلمین غورځنګ مشر  سناتور علامه ناصر عباس جعفري په یوې اعلامیې کې پر عراق د امریکا او سعودي عربستان وروستی برید بې توجیه وباله او دا ئې د هېوادونو ترمنځ د حاکمو اصولو څخه خطرناک انحراف وباله.

هغه وویل، واشنګټن او ریاض نه یوازې د عراق ملي حاکمیت تر پښو لاندې کړی، بلکې هغه عراقي بنسټونه ئې هم کمزوري کړي چې ادعا کوي ملاتړ ئې کوي.

سناتور جعفري صیب زیاته کړې، د امریکا او سعودي عربستان ګډ بریدونه ژوره اندېښنه راپاروي او د عراق د حاکمیت ښکاره خلاف ورزي او د حکومتونو ترمنځ د اړیکو له منل شویو اصولو څخه خطرناک انحراف ګڼل کېږي.

دغه پاکستاني سناتور او دینی عالم  ټینګار  کړی چې هېڅ هېواد، که هر څومره پوځي قدرت  او سیاسي نفوذ ولري، دا حق نه لري چې یوازې د یوې ادعا پر بنسټ پر بل خپلواکه هېواد برید وکړي، په داسې حال کې چې د حقیقت د معلومولو قانوني او ډیپلوماتیک بهیرونه لا هم روان وي

   د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد آصف په یولړ څرګندونو کې وئیلي دي، په هند براعظمګي کې د صهیونیسټي رژیم اوږدمهاله لاسوهنې د کړکېچونو په زیاتېدو کې د پاکستان د ملي ګټو پر ضد دي،  او اسلام‌آباد باید په جنوبي اسیا کې له ځینو هېوادونو سره د اسرائیلو د ملګرتیا او همغږۍ په اړه هوښیار واوسي.

خواجه محمد آصف، چې په سیمې کې د امریکا د سیاستونو، په تیره بیا په غزې کې د فلسطینیانو په ډله‌ییزې وژنې کې د وحشی او تیریګر صهیونیسټي رژیم په ملاتړ یو مشهور منتقد دی، په  هند براعظمګي کې د پوځي کړکېچونو په زیاتولو کې د اسرائیلو د رول په اړه وویل:مونږ د اسرائیلو لاسوهنې کومه نوې موضوع نه ګڼو، بلکې دا ثابته شوې چې اسرائیلیان تل د پاکستان د زیانمنوَلو په لټه کې دي.

د پاکستان د دفاع وزیر ټینګار وکړ:اسرائیل د پاکستان اصلي دښمن ګرځېدلی او تل به د پاکستان دایمي دښمن پاتې شي او پاکستان به هیڅکله هم د فلسطین  او ددغه هیواد د ولس په باب خپل ملاتړي سیاستونه پرې نږدي او تیریګرو او جنایتکارو سپير او غیر انساني جنایتونه به محکوموي  اوپه ضد به ئې په هر نړیوال ډګر کې  خپل دریځونه نندارې ته وړاندې کوي.

              د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو  د  افغانستان او پاکستان د تیرې اونئ د ځینو مهمو بدلونونو په باب د اونیز پروګرام وخت هم همدومره ؤنو تر بل  پرو ګرام پورې مو په نیاؤمن خداي سپارو بریالي ووسئ.

ژباړن!(سیماب)

********************************************************************************************************************************************************************************