پاکستان کې د بارانونو له امله ۴ کسان مړه شوي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i176052-پاکستان_کې_د_بارانونو_له_امله_۴_کسان_مړه_شوي
د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې د پرله‌پسې بارانونو له امله سېلابونه راوتلي، چې له امله یې یې لږ تر لږه ۴ کسان مړه او ګڼې سیمې اغېزمنې شوې دي.
(last modified 2026-08-04T01:44:58+00:00 )
Aug 04, 2026 06:10 Asia/Kabul
  • پاکستان کې د بارانونو له امله ۴ کسان مړه شوي

د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې د پرله‌پسې بارانونو له امله سېلابونه راوتلي، چې له امله یې یې لږ تر لږه ۴ کسان مړه او ګڼې سیمې اغېزمنې شوې دي.

د خیبر پښتونخوا په مانسهره کې د جبوړي سیمې د باراني ویالو د اوبو د زیاتېدو له امله درې زده‌کوونکې سییلاب وړي، چې د دوو نجونو مړي وموندل شول او یوه نجلۍ ژوندۍ ژغورل شوې ده.

پولیس وایي، زده‌کوونکې له ښوونځي څخه کور ته روانې وې.

په کوهاټ کې هم د باراني ویالې له امله یوه مور او لور مړه شوي او زوی یې ټپي حالت کې ژغورل شوی دی.

بل لور ته په فیصل‌اباد کې د سختو بارانونو له امله ګڼې لارې تر اوبو لاندې شوې، په جهلم کې هم د بارانونو له امله د لوی ګوا او شاوخوا کلیو ترمنځ یو پل ویجاړ شوی، چې له امله یې د څو کلیو او ښارونو ترمنځ اړیکې پرې شوې دي.