د پاکستان لومړی وزیر په کشمیر کې په نارامیو غبرګون وښوده
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i17689-د_پاکستان_لومړی_وزیر_په_کشمیر_کې_په_نارامیو_غبرګون_وښوده
د ډان خبری سایټ له راپور سره سم د پاکستان لومړی وزیر ښاغلی نواز شریف نن د هند تر کنټرول لاندې په کشمیر کې د حزب المجاهدین ډلې د سرغنی د وژل کیدا په اړه اندیښنه څرګنده کړه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 11, 2016 14:23 Asia/Kabul
  • د پاکستان لومړی وزیر په کشمیر کې په نارامیو غبرګون وښوده

د ډان خبری سایټ له راپور سره سم د پاکستان لومړی وزیر ښاغلی نواز شریف نن د هند تر کنټرول لاندې په کشمیر کې د حزب المجاهدین ډلې د سرغنی د وژل کیدا په اړه اندیښنه څرګنده کړه .

نواز شریف وویل د کشمیر خلک یوازې د خپل برخلیک د ټاکلو لپاره په خپل حق پسې دی .

د پاکستان لومړی وزیر دې ته په اشارې سره چی څوک کشمیریان په زور له خپلو حقوقو نشی محرومولې ، د هند له دولته وغوښتل د بشری حقوقو او نړیوالو قوانینو درناوې وکړی . ده زیاته کړه هندوستان باید په کشمیر کې د ټول پوښتنې په ترسره کولو سره خلکو ته اجازه ورکړی چی هند او پاکستان ترمینځ یو هیواد انتخاب کړی .

د مظفر وانی له وژل کیدا وروسته د هند امنیتی ځواکونو او معترضانو ترمینځ په نښته کې د یوه پولیس په شمول ۲۳ کسان وژل شوی او څه د پاسه ۲۵۰ نور هم ژوبل شوی دی او د هند تر کنټرول لاندې په کشمیر کې حالات هماغه راز په خرابیدو دی