منصور احمد خان: له افغانستان سره د پاکستان خبرې مثبت ګام دی
په افغانستان کې د پاکستان پخوانی سفیر منصور احمد خان وایي، له افغانستان سره د دولتونو په کچه خبرو ته د اسلاماباد لېوالتیا مثبته نښه ده.
نوموړي د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاند طاهر اندرابي د څرګندونو په غبرګون کې هیله ښودلې چې دواړه هېوادونه د خبرو بهیر په داسې دوهاړخیزو میکانیزمونو بدل کړي چې د ډیورنډ کرښې هاخوا د «ترهګرۍ» ستونزه هواره او د سیاسي، ټولنیزو او اقتصادي همکاریو زمینه برابره کړي.
اندرابي ویلي، پاکستان له افغانستان سره د شخړو د حل لپاره د دولتونو په کچه خبرو ته چمتو دی، خو کابل باید د هر ډول هوکړې لپاره عملي او د تایید وړ اقدامات وکړي او ډاډ ورکړي چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد د بریدونو لپاره نه کارول کېږي.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ د ډیورنډ کرښې له نښتو وروسته د تورخم او چمن په ګډون د دواړو هېوادونو ترمنځ ګڼې لارې تړل شوې دي.