پاکستان د امریکې په ډرون بریدونو سخته نیوکه وکړه
د پاکستان د پوځ قومندان وویل: په بلوچستان کښې د امریکائی ډرونز د حملو له امله د اسلام آباد او واشنګټن اړیکې خرابې شوې دی او د دواړو هیوادونو ترمینځ د اعتماد او احترام فضا ختمه شوې ده.
زمونږ خبریال وائی جنرال راحیل شریف په افغانستان کښې د بهرنیو ځواکونو د امریکائی قومندان جان نیکلسون او د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکې د ځانګړی استازی ریچارډ اولسون سره په کتنه کښې زیاته کړه: په پاکستان کښې د امریکې د بې پایلټه الوتکو د بریدونو دوام حتی د ترهګرو خلاف د دې هیواد د پوځ پر (ضرب عضب) عملیاتو هم اغیزه کړې ده.
هغه په دوام کښې ټینګار وکړ چې هیواد به یې پرې نږدی چې د هندوستان استخباراتی اداره (را) او همداشان د افغانستان استخبارات په پاکستان کښې ترهګر اقدامات وکړی.
د پاکستان د پوځ قومندان همداشان له امریکې وغوښتل چې د پاکستانی طالبانو او د هغوی د مشر ملا فضل ا... خلاف اقدام وکړی.
د ویلو ده چې د پاکستان په بلوچستان صوبه کښې د روان کال په مۍ میاشت کښې د افغانستان د طالبانو ډلې د مشر ملا اختر منصور په ګاډی باندې د امریکې د بې پایلټه الوتکې له برید او د هغه له وژل کیدو وروسته د واشنګټن او اسلام آباد اړیکې خبرابې شوې دی.